په پردیو ملا تړل خطرناک دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65867-په_پردیو_ملا_تړل_خطرناک_دي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: مونږ په برجام کښې په بهرنیانو باندې د تکیې نتیجه ولیدله او د ایټمي خبرواترو په قضیې کښې مو پرې اعتماد وکړ خو هیڅ ګټه مو ترلاسه نه کړه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 18, 2018 15:25 Asia/Kabul
  • په پردیو ملا تړل خطرناک دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: مونږ په برجام کښې په بهرنیانو باندې د تکیې نتیجه ولیدله او د ایټمي خبرواترو په قضیې کښې مو پرې اعتماد وکړ خو هیڅ ګټه مو ترلاسه نه کړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر  په برجام او ایټمي خبرواترو کښې په بهرو هیوادونو باندې له ملا تړلو او اعتماد څخه د ایران ګټه نه پورته کونې ته په اشارې سره وویل: مونږ په برجام کښې په بهرنیانو باندې د تکیې نتیجه ولیدله او د ایټمي خبرواترو په قضیې کښې مو پرې اعتماد وکړ خو هیڅ ګټه مو ترلاسه نه کړه.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران د شمال لویدیځ د تبریز ښار د زرګونو متدینو او انقلابي خلکو په کتنه کښې زیاته کړه: البته له نیکه مرغه چارواکي د برجام (ایټمي موافقې) له مسئلې سره ښه سلوک لري او د بهرنیو چارو د وزیر خو باید مننه وشي چې د امریکایانو له خباثت او د اروپایانو له دوه مخې توب سره ډیر ښه او پياوړی چلند لري او دا کار یې باید دوام پيدا کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: له پردیو باید ګټه پورته شي خو ورباندې اعتماد او تکیه نه دي کول پکار ځکه چې له مختلفو لارو د هیواد په برخلیک مسلطیږي او ټول مسئولان باید دې ډیرې مهمې مسئلې ته پوره پوره پام ولري.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداشان په هغو دښمنانو باندې په سختې نیوکې سره چې په خپلو جنګي اوزارونو سره انسانیت ګواښي خو د ایران د توغندوي توان مخالفت کوي، زیاته کړه: دا مسئله په تاسو پورې څه اړه لري؟ تاسو غواړئ د ایران ولس میزایل او د خپلې دفاع نور امکانات ونه لري چې خپله د زور خبره پرې وتپئ. دوي زیاته کړه: البته مونږ د ایټم بم او ډل وژونکو وسلو په شان شیان حرام ګڼو خو هر بل څیز ته چې ضرورت ولرو، په قدرت سره یې تعقیبوو.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د اقتصاد مسئله ډیره مهمه وبلله. دوي په کورنیو وړتیاؤ او خلکو باندې تکیه د اقتصادي ستونزو د هواري بنیادي لاره وبلله او زیاته یې کړه: مقاومتي اقتصاد په داخل کښې د کلابندیدو په معنا نه دی بلکې په هیواد کښې دننه زیږیدونکی او بهر ته خپریدونکی اقتصاد دی.

هغوي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د سږ کال د سلواغۍ په دوویشتمه نیټه د خلکو ولوله ناک او بې ساري لاریون ته اشاره وکړه او ویې ویل: د اسلامي انقلاب په دفاع کښې داسې ولسي شتون او هغه هم د انقلاب د څلویښت کلنۍ په درشل کښې، سمه معجزه ده او د دنیا په هیڅکوم انقلاب کښې یې مثال نشته.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي انقلاب ډیر عظمت او سترتوب او د هغه له کارکردګیو او خدماتو د انکار لپاره د دښمنانو پریمانه هلوځلو ته په اشارې سره، د اسلامي انقلاب ترټولو مهم کار، په ولسواکه نظام باندې د طاغوتي نظام بدلول وبلل او زیاته یې کړه: ولسواکي یعنې په هر څیز کښې (خلک) اصل دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مشرتابه، ولسمشر یا نورو مسئولانو په مستقیمه یا غیرمستقیمه ټاکنه کښې انتخابات او د خلکو راې د ولسواکۍ یوازې یوه برخه وبلله او ویې ویل: ولسواکي یعنې د ژوند په ټولو چارو کښې خلک د راې، تدبیر او پریکړې خاوندان ګرځول، او دا له انقلابه مخکښې پيړۍ پيړۍ د باچاهانو او طاغوتانو د پراخ استبداد او د خلکو د بې اغیزتوب بیخي اپوټه چاره ده.

دوي د ایران د ولس رعب، عزت او عظمت د اسلامي انقلاب یوه پایله وبلله او ویې ویل: نن سبا د سیمې یو هیواد سره له دې چې په ورځ کښې ۱۰ میلیون بیرله تیل خرڅوي او خزانه یې له پیسو ډکه ده، یو شاته پاتې هیواد دی او په دنیا کښې د هغه ولس هیڅ خبره نشته خو د دیني ولسواکۍ په برکت، هیواد ته په عمومي کتنه کښې د ایران خلک مشهور او د انقلاب وارمخکښې بریالي دي.