د سوریې په اړه خبرې هیله رامینځته کونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65953-د_سوریې_په_اړه_خبرې_هیله_رامینځته_کونکی_دی
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلی فونی خبرو کښې دسیمې د مسایلو په تیره بیا له ترهګرۍ سره دمبارزې او د سوریې د کړکیچ دحل په اړه د روسیې ، ترکیې د ایران درې(۳) اړخیزه ملګرتیاوې او سلامشورې مثبتې او اغیزشیندونکی وبللې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2018 01:57 Asia/Kabul
  • دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا ساتل باید دسیمې دټولو هیوادونو اندیښنه ووسي .
    دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا ساتل باید دسیمې دټولو هیوادونو اندیښنه ووسي .

زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلی فونی خبرو کښې دسیمې د مسایلو په تیره بیا له ترهګرۍ سره دمبارزې او د سوریې د کړکیچ دحل په اړه د روسیې ، ترکیې د ایران درې(۳) اړخیزه ملګرتیاوې او سلامشورې مثبتې او اغیزشیندونکی وبللې

او د خوښې وړ هدف ته تر رسیدا پورې د تهران،  د انکارا او د  ماسکو د ملګرتیاو  او  خبرو اترو د زیاتولو  او  د  هڅو د  دوام پرضرورت ټینګار وکړ .

دایران ولسمشر حسن روحانی له ترهګرۍ سره مبارزه او له ترهګرو ډلو د سوریې پاکول او د سیمې د ویشولو لپاره له ناوړه کړچارونو سره مقابله د ایران  او د ترکیې ګډ هدفونه وبلل او ویې ویل نن سبا په سیمه کښې د لاسپوڅو حکومتونو د رامینځته کولو  لپاره هڅې او د هیوادونو د ویشلو دسیسې روانې دی چې باید دهراړخیزه ملګرتیاو په پراخولو سره ددغو امنیتی اندیښنو دکمولو هڅه وکړو .

دایران ولسمشر حسن روحانی دې ته په اشارې سره چې د روسیې په سوچی او د قزاقستان په استانه ښار کښې د روسیې ، د ترکیې او د ایران د مشرانو او چارواکو خبرې اترې د سوریې د امنیت ، ثبات او ارامښت د پیاوړتیا لپاره هیله ورکونکی دی وویل دغه مثبت بهیر باید د درې واړو هیوادونو د مشرانو دخبرو اترو او دسلامشورو په دوام سره له مخکې څخه زیات پیاوړی شی .

هغه دغه راز دسیمې دهیوادونو په وړاندې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم دسیسو ته په اشارې سره وویل  ترکیه او ایران د نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو په زمینه  کښې ګډ هدفونه تعقیبوی او باید د ملګرتیاو په پراخولو سره د استانه د موافقو د اجرا هڅه وکړی .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې دسوریې په  «عفرین» سیمه کښې د  انکارا دحکومتی عسکرو د شتون دڅرنګوالی په اړه د  راپور په وړاندې کولوسره وویل ترکیه باوری ده چې دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا ساتل باید دسیمې دټولو هیوادونو اندیښنه ووسی .

رجب طیب اردوغان دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو په اړه دایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره دسوریې د کړکیچ په اړه د روسیې ، ترکیې او دایران دملګرتیاو او خبرو اترو  پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل هغه اقدامات چې په استانه او سوچی سیمو کښې د ایران ، ترکیې او د روسیې د هڅو د خرابولو په نیت سره ترسره کیږی هیڅکله د سیمې په ګټه نه وی .