داټومی موافقې د یرغمل کولو لپاره دامریکا پلان سیاسی لوبه ده
-
ټول هیوادونه باید په سیمه کښې دثبات ، امنیت او صلحې د ټینګیدا هڅه وکړي .
زمونږ خبریال وایی د ایران دملی امنیت د لورې شورا سیکرټر علی شمخانی په تهران کښې د اسپانیا له خارجه وزیر الفونسو داسټیس (Alfonso Dastis) سره په کتنې کښې په اټومی موافقې کښې د بدلون د راوستلو لپاره د امریکا پلان او د ایران د اسلامی جمهوریت دبریاو د محدود کولو لپاره داټومی تړون یرغمل کول یوه(۱) سیاسی لوبه وبلله .
هغه په دې خبرې ټینګار سره که چیرې اټومی موافقه د ایران لپاره ضروری ګټې ونلری نو ددغه تړون د دوام لپاره کوم دلیل نشته وویل اروپایی اتحادیې تراوسه د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوی تړون د ساتلو لپاره ضروری خوځښت نه دی ترسره کړی .
د ایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په دې خبرې سره چې اټومی موافقه د اروپا لپاره مهم ازمیښت دی وویل که چیرې د اټومی تړون بیلګې دامریکا د منفی اقداماتو بهیر ته په پام سره خپل بریالیتوب ثابت نکړ نو د خبرو اترو د منطق دنړیوال اعتبار د ماتی په معنا به وی .
هغه دایران د اسلامی جمهوریت دفاعی قدرت ته په اشارې سره وویل دایران دفاعی قدرت ترخو تاریخی تجربو او د مقابلې دتوان په نه لرونکو هیوادونو د لویدیځو هیوادونو بې امانه حملو ته په پام سره هیڅکله دخبرو وړ نه دی .
دایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی دسعودی عربستان لخوا د یمن د بې ګناه خلکو په وژلو او د پوځی اقداماتو په سختیدا اندیښنې ښودولو او ددغو جنایتونو په وړاندې د اروپایی هیوادونو په چپتیا او بې تحرکۍ سختې نیوکې سره ټینګار وکړ دیمن دخلکو په شمول په بې ګناه خلکو حملې کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د وسلو د استعمالو په دلیل په دغو دوو(۲) هیوادونو د وسلو د نه خرڅولو فیصله باید په ټولې اروپا کښې غوره شی او دغه فیصله باید د ملګروملتونو دامنیت شورا په پریکړه لیک کښې بیان شی .
داسپانیا خارجه وزیر الفونسو داسټیس(Alfonso Dastis) هم په دغه کتنې کښې له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې د ایران داسلامی جمهوریت مثبت او ښه رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ ټول هیوادونه باید په سیمه کښې دثبات ، امنیت او صلحې د ټینګیدا هڅه وکړی او په دې لړ کښې باید دهرډول وسله والې سیالۍ مخه ونیول شی .