واشنګټن ، تل ابیب او ریاض د ایران په پرمختګونو غوسه دی
ایت ا... کرمانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د اسلامی انقلاب پرمختګونو ته په اشارې سره جوته کړه ایران د دښمنانو له دسیسو سره سره په بیلا بیلو ډګرونو کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوی .
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت ا... محمد علی کرمانی د دې خبرې په کولو سره چی امریکا ، صیهونیسټ رژیم او عربستان ، ایران پر ضد د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع په لټه کی دی وویل واشنګټن ، تل ابیب او ریاض د ایران په پرمختګونو غوسه دی .
ایت ا... کرمانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د اسلامی انقلاب پرمختګونو ته په اشارې سره جوته کړه ایران د دښمنانو له دسیسو سره سره په بیلا بیلو ډګرونو کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوی .
ایت ا... موحدی کرمانی همداراز د تهران د پاسدارانو واټ د جنایت په غندلو سره چی د دریو پولیسو او دو بسیجیانو د شهادت سبب شول ، له قضایی ادارې وغوښتل چی د دغه جنایت له عاملانو سره پریکنده چلند وکړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د تهران ، یاسوج د الوتکی د نسکوریدا د قرباینانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د پاتې کسانو لپاره د صبر او د وژل شویو لپاره د الهی مغفرت دعا وکړه .
ایت ا... موحدی کرمانی همداراز د اسلام د ګران پیغمبر ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې د رارسیدا په تسلیت ویلو سره وویل د حضرت امام علی ع له ولایته د حضرت فاطمه الزهرا س دفاع ، په نړۍ کې د عدالت د اجرا لپاره د نړۍ د شیعیانو د دولسم امام حضرت امام مهدی عج بیلګه ده .