د اسلامی ایران په دفاعی توان هیڅکله خبرې نه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66651-د_اسلامی_ایران_په_دفاعی_توان_هیڅکله_خبرې_نه_کیږی
ایت ا... خاتمی په یمن کې د عربستان جنایتونو ته په اشارې سره ، دغه هیواد د بیګناه خلکو قتل ګاه وبلله او جوته یې کړه د ال سعودو رژیم هماغه راز په هغه هیواد کې چی ناروغی ، قحطی او لوږه د یمن د مظلومو خلکو ژوند ګواښی ، خپلو جنایتونو او وژلو ته دوام ورکوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 11:08 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران په دفاعی توان هیڅکله خبرې نه کیږی

ایت ا... خاتمی په یمن کې د عربستان جنایتونو ته په اشارې سره ، دغه هیواد د بیګناه خلکو قتل ګاه وبلله او جوته یې کړه د ال سعودو رژیم هماغه راز په هغه هیواد کې چی ناروغی ، قحطی او لوږه د یمن د مظلومو خلکو ژوند ګواښی ، خپلو جنایتونو او وژلو ته دوام ورکوی.

د تهران موقته جمعې امام ایت ا... احمد خاتمی وویل  ایران هماغه راز د توغندی په شمول د دفاعی تجهیزاتو جوړولو او دفاعی توان په ډګر کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی او په دغه وس هیڅکله خبرې نه کیږ ی .

ایت ا... خاتمی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې  د هیواد د دفاعی توان په اړه د اسلامی ایران  د چارواکو له بیا ټینګار  په قدرونې سره زیاته کړه ایران په دغه ډګر کې له هیڅ هیواده اجازه نه اخلی او د دفاعی توان په زیاتولو کې به هڅه وکړی .

ایت ا... خاتمی په یمن کې د عربستان جنایتونو ته په اشارې سره ، دغه هیواد د بیګناه خلکو قتل ګاه وبلله او جوته یې کړه د ال سعودو رژیم هماغه راز په هغه هیواد کې چی ناروغی ، قحطی او لوږه د یمن د مظلومو خلکو ژوند ګواښی  ، خپلو جنایتونو او وژلو ته دوام ورکوی.

ښاغلی خاتمی بحرین د نړۍ تر ټولو ستر سیاسی زندان وباله او ویې ویل چی بحرین د دغه هیواد د خدای غواړو خلکو لپاره په ستر زندان بدل شوی او هره ورځ بحرینی ځوانان په اعدام ، عمر قید او اوږدوجیلونو محکومیږی .

هفغه زیاته کړه ډیر ژر به  د بحرینی مظلومانو وینه د ال خلیفه رژیم په نابودۍ سره نتیجه ورکړی تاو د بحرین ملت به ازاد شی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د بودایی افراطیانو په لاس د زرګونو میانماری مسلمانانو وژلې ته په اشارې سره له ملګرو ملتو ، د بشری حقوقو له اورګانونو او نړیوالو بشر دوستانه  ټولنو وغوښتل د دغو جنایتونو او وژلو مخنیوې دې  وکړی .