دایران دفاعی موضوع یوه هیوادسره هم هیڅ اړه نه لری
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار وئیلی ، دفاعی چمتووالی د هر یوه ملت دلومړنیو حقوقو برخه ده چې بل یو هیواد هم دایران او یابل یوه هیواد لپاره دندې نشی ټاکلی ، پر دې اساس دا چې ایران کوم توغندی ولری ، دا چاره دایران داسلامی جمهوریت پخپل اختیار کې ده او هرکله چې ئې سمه وګڼی دا کار کوی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په تهران کې د خبریالانو په ټول کې دایران داسلامی جمهوریت د توغندوی او پوځی قدرت په زمینې کې دځینو هیوادونو د دریځ نیونې په باب وئیلی دی ، ا یران یو خپلواکه هیواد دی او هر ډول چې ئې صلاح وګڼی په توغندی اوی ا بلې هرې دفاعی وسیلې سره له ځانه دفاع کولی شی .
علی اکبر ولایتی روښانه کړې ، اسلامی ایران دسیمې دهیوادونو د وسلو د دنګل په وړاندې بې پروا نشی پاتیکیدلی ، په داسې حال کې چې ایران دسیمې یو خورا ستر او مهم هیواد دی .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار وئیلی ، دفاعی چمتووالی د هر یوه ملت دلومړنیو حقوقو برخه ده چې بل یو هیواد هم دایران او یابل یوه هیواد لپاره دندې نشی ټاکلی ، پر دې اساس دا چې ایران کوم توغندی ولری ، دا چاره دایران داسلامی جمهوریت پخپل اختیار کې ده او هرکله چې ئې سمه وګڼی دا کار کوی . هغه همداراز ټینګار کړی ، یقین ولرئ ، اسلامی ایران له دې سره په ارتباط کې چې د توغندی او یا غیر توغندی پشمول دکلاسیکو وسلو په حوزې کې څرنګه دفاعی وسلې ولرل شی ، هیچا ته د لاسوهنې اجازت نه ورکوی .