د جنګ په خاتمې د افغان ولسمشر د صلاحکارې تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67059-د_جنګ_په_خاتمې_د_افغان_ولسمشر_د_صلاحکارې_تاکيد
د افغان ولسمشر صلاحکارې تاکيد وکړ د دغه هېواد خلق د جنګ د خاتمې غوښتونکي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2018 14:05 Asia/Kabul
  • د جنګ په خاتمې د افغان ولسمشر د صلاحکارې تاکيد

د افغان ولسمشر صلاحکارې تاکيد وکړ د دغه هېواد خلق د جنګ د خاتمې غوښتونکي دي.

د ايرنا د رپوټ له مخې ملالې شينوارۍ نن په تهران کښې ښځې او پائېداره صلح  او امنيت نومې نړيوال کانفرنس د دويمې ورځې په ناسته  کښې وويل: له افغانستانه هم هغه شان د جنګ او تشدد خبرونه خپريږي، دا په  داسې حال کښې دي چې خلق په تېره بيا ښځې غواړي په صلح ايزه ټولنه کښې ژوند وکړي.

هغې زياته کړه، په افغانستان کښې جنګ د دې سبب شو چې د دغه هېواد بنيادي مراکز او ودانۍ ويجاړې شي اوکلتور ته يې زيان ورسيږي او د دغه هېواد په لسګونو زره خلق قتل عام شي.

د پائېدارې صلحې او امنيت په پراختيا کښې د ښځوکردار، د وسله والو جنګونو او جګړو اثرات او د صلحې په چلند کښې د ښځو رول د دغې نړيوالې غونډې ځينې موضوع ګانې وې.