ایران د پاکستان د انرجۍ برابرولو ته چمتو دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان په تجارتي غونډه کښې، د پاکستان د انرجۍ د اړتیاؤ پوره کولو ته د تهران د بشپړ چمتووالي اعلان وکړ.
محمد جواد ظریف نن په اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان په تجارتي غونډه کښې، پاکستان ته د ګیس د انتقال د نل لیکې جوړولو لپاره د ایران اقداماتو ته په اشارې سره وویل: تهران پاکستان ته د ایران د ګیس د صادراتو د تړون په لړ کښې پر خپلو ژمنو د عمل په لاره کښې تراوسه د دې پایپ لاین په جوړولو څه باندې دوه میلیارډه ډالر لګولي دي او د پاکستاني دوستانو په تمه دی چې د دې پایپ لاین په تړون کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ښاغلي ظریف په دې خبرې سره چې تهران او اسلام آباد په مختلفو سوداګري برخو او حتی د سیل او سیاحت په صنعت کښې د یو بل د اړتیاؤ بشپړونکي او برابرونکي کیدی شي، زیاته کړه: د بانکي اړیکې د نشتوالي او د ځینو ګمرکي ستونزو د نشتوالي په شان ټولو خنډونو سره سره د ایران او پاکستان د اقتصادي مقادلاتو اندازه په تیرو نهو میاشتو کښې په ۵۰ فیصدي ودې سره ۹۸۲ میلیون ډالرو ته ورسیده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چین او پاکستان د ګډ اقتصادي کوریډور په هکله هم څرګنده کړه: ایران د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د طرحې په شمول په هرې هغې طرحې کښې د شاملیدو هرکلی کوي چې د خلکو او د دې سیمې، چې په دې وروستیو لسیزو کښې د تپلو جنګونو او فرقه ایزو شخړو په شان غمیزو سره مخ پاتې شوې، د سوکالتیا سبب کیږي.
د ایران او پاکستان په تجارتي غونډه کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره د ایران د خارجه وزیر د وړاندیز پخلی وکړ او ویې ویل: د پاکستان حکومت کوشش کوي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري خونو ملګرتیاوې پياوړې کړي.
هغه زیاته کړه: د دوه اړخیزو بانکي اسانتیاو د پيلولو لپاره د پاکستان او ایران د مرکزي بانکونو ترمینځ خبرې اترې روانې دي او ډیر زر به د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شي.