د ایران د بهرنیو چارو وزیر کراجۍ ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67367-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_کراجۍ_ته_لاړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل سفر په دوام کښې نن د دغه هیواد د سند صوبې مرکز کراچۍ ته ورسید.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2018 15:33 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر کراجۍ ته لاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل سفر په دوام کښې نن د دغه هیواد د سند صوبې مرکز کراچۍ ته ورسید.

محمد جواد ظریف او ورسره پلاوی کراچۍ ته له رسیدو سره سم د پاکستان د قائد محمد علي جناح مزار ته لاړ او د فاتحې له لوستلو وروسته یې د ګلونو په ډالۍ سره د پاکستان د بنسټګر مقام ته احترام پرځاې کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چې د ایران او پاکستان په تجارتي کانفرنس کښې د ګډون په موخه کراچۍ ته تللی، د سند صوبې د اطلاع رسونې د وزیر سید ناصر حسین شاه لخوا یې تود هرکلی وشه.

ښاغلي ظریف کراچۍ ته له تګ مخکښې په اسلام آباد کښې د پاکستان د پوځ له قومندان قمر جاوید باجوا سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو موضوعاتو په باب یې ورسره خبرې اترې وکړې.