د تهران – انقرې د دفاعي ملګرتياو په پياوړتيا او پراختيا تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67453-د_تهران_انقرې_د_دفاعي_ملګرتياو_په_پياوړتيا_او_پراختيا_تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع د وزير مرستيال او د ترکيې د لوے درستيز جانشين د تهران او انقرې ترمېنځ د دفاعي ملګرتياو په پياوړتيا او پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • د تهران – انقرې د دفاعي ملګرتياو په پياوړتيا او پراختيا تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع د وزير مرستيال او د ترکيې د لوے درستيز جانشين د تهران او انقرې ترمېنځ د دفاعي ملګرتياو په پياوړتيا او پراختيا تاکيد وکړ.

د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع د وزير مرستيال جنرل محمد احدي او د ترکيې د ټولو وسله والو ځواکونو د لوے درستيز جانشين اميد دوندار پرون په انقرې کښې کتنه او د دوو اړخيزو ملګرتياو په پياړتيا او پراختيا او په سيمه کښې د هېوادونو د زمکنۍ بشپړتيا او د ملي حاکميت د احترام په ساتنې تاکيد وکړ.

هغوي همدارنګ په دغه کتنه کښې د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ملګرتياو په اړه د خبرو اترو ترڅنګه د دواړو هېوادونو ترمېنځ دفاعي او فوځي ملګرتياوې د دواړو خواو د تعلقاتو مضبوطيه سبب او په سيمه کښې د صلحې، ثبات او امنيت د ساتنې په لړ کښې وبللې.

د ايران د دفاع د وزير مرستيال چې د ترکيې د دفاع د وزير د مرستيال شوای آلپائي په بلنه انقرې ته سفر کړې دے د ترکيې د دفاع د وزير له مرستيال سره کتنه او د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په باره کښې يې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

په دغه سفر کښې تهران ته د سفر لپاره د ترکيې د دفاع وزير نورالدين جانيکلي ته د ايران د دفاع د وزير جنرل اميرحاتمي رسمي بلنليک ورکړے شو.