دسیمې اونړۍامنیت نیغ په نیغه له جامعې ایټمي موافقې سره تړلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68228-دسیمې_اونړۍامنیت_نیغ_په_نیغه_له_جامعې_ایټمي_موافقې_سره_تړلی_دی
عراقچي دغه راز روښانه کړې ، حتما مونږ په هغو شرائطو کې چې ډونالډ ټرمپ او نور ئې د جامعې ایټمي موافقې په ضد غوره کړي ، سملاسی او چټک اقدام ته تیار یوو او دایران د ولس او هیواد له ګټو به په بشپړ ډول دفاع وکړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 15:15 Asia/Kabul
  • دسیمې اونړۍامنیت نیغ په  نیغه له جامعې ایټمي موافقې سره تړلی دی

عراقچي دغه راز روښانه کړې ، حتما مونږ په هغو شرائطو کې چې ډونالډ ټرمپ او نور ئې د جامعې ایټمي موافقې په ضد غوره کړي ، سملاسی او چټک اقدام ته تیار یوو او دایران د ولس او هیواد له ګټو به په بشپړ ډول دفاع وکړو.

زمونږخبریال  راپورر اکړ  د ایران  مرستیال خارجه وزیر  سید عباس عراقچي  نن په یولړ څرګندونو  کې  د  جامعې ایټمي موافقې  په باب د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  داحتمالی فیصلې  لپاره دبشپړچمتووالی  په اعلانولو سره  وئيلي دي ،  جامعه ایټمی موافقه   یوه امنیتي  موافقه ده او  دسیمې اونړۍ  له امنیت سره ا ړه لري   او د دغې نړیوالې موافقې په باب هرډول فیصله  سیمه ایز اونړیوال امنیت  تراغیز لاندې راوستلی شي .

 عباس عراقچي  زیاته کړې ، دا چې  په راتلونکي  کې به څه کیږي ،  داروپا اوامریکا ترمینځ به څه  تیرشي  اودا چې آیا  ټرمپ  بریالی کیږي چې   له جامعې ایټمي موافقې ووځي  او   دهغو په نتیجو پسې به  وي ، له راتلونکو میاشتو سره اړوندیږي .

 دایران مرستیال خارجه وزیر  ووئيل  اسلامی ایران  میاشتې میاشتې کیږي چې  اعلان ئې کړی دی ،  دهر ډول سناریو لپاره  تیار دی ، دټولو  احتمالی اواټکل شوو سناریوګانو لپاره  لاره  چاره   لټول شوې ده .

  هغه ووئيل  که دجامعې ایټمی موافقې  په وړاندې  کوم خنډ جوړ شي ، نو  نتیجې به ئې  د درستې نړیوالې ټولنې لپاره  درندې وي . عراقچي دغه راز روښانه کړې ، حتما  مونږ په هغو شرائطو کې چې  ډونالډ ټرمپ  او نور ئې  د  جامعې  ایټمي    موافقې په  ضد   غوره کړي ،  سملاسی  او چټک اقدام ته تیار یوو  او دایران د  ولس او هیواد  له ګټو  به  په  بشپړ ډول دفاع وکړو.