دسیمې اونړۍامنیت نیغ په نیغه له جامعې ایټمي موافقې سره تړلی دی
عراقچي دغه راز روښانه کړې ، حتما مونږ په هغو شرائطو کې چې ډونالډ ټرمپ او نور ئې د جامعې ایټمي موافقې په ضد غوره کړي ، سملاسی او چټک اقدام ته تیار یوو او دایران د ولس او هیواد له ګټو به په بشپړ ډول دفاع وکړو.
زمونږخبریال راپورر اکړ د ایران مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي نن په یولړ څرګندونو کې د جامعې ایټمي موافقې په باب د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ داحتمالی فیصلې لپاره دبشپړچمتووالی په اعلانولو سره وئيلي دي ، جامعه ایټمی موافقه یوه امنیتي موافقه ده او دسیمې اونړۍ له امنیت سره ا ړه لري او د دغې نړیوالې موافقې په باب هرډول فیصله سیمه ایز اونړیوال امنیت تراغیز لاندې راوستلی شي .
عباس عراقچي زیاته کړې ، دا چې په راتلونکي کې به څه کیږي ، داروپا اوامریکا ترمینځ به څه تیرشي اودا چې آیا ټرمپ بریالی کیږي چې له جامعې ایټمي موافقې ووځي او دهغو په نتیجو پسې به وي ، له راتلونکو میاشتو سره اړوندیږي .
دایران مرستیال خارجه وزیر ووئيل اسلامی ایران میاشتې میاشتې کیږي چې اعلان ئې کړی دی ، دهر ډول سناریو لپاره تیار دی ، دټولو احتمالی اواټکل شوو سناریوګانو لپاره لاره چاره لټول شوې ده .
هغه ووئيل که دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې کوم خنډ جوړ شي ، نو نتیجې به ئې د درستې نړیوالې ټولنې لپاره درندې وي . عراقچي دغه راز روښانه کړې ، حتما مونږ په هغو شرائطو کې چې ډونالډ ټرمپ او نور ئې د جامعې ایټمي موافقې په ضد غوره کړي ، سملاسی او چټک اقدام ته تیار یوو او دایران د ولس او هیواد له ګټو به په بشپړ ډول دفاع وکړو.