اروپایان دایران په ضد دبندیزونو په باب سره سخت اختلاف لري
دپاریس ،لندن اوبرلین لوړپوړو چارواکو په هغې غونډې کې چې له اروپائي سفیرانو سره ترسره شوي ، هڅه کړې څو په راتلونکي ا پریل کې دایران په ضد دنوو احتمالی بندیزونو دتصویبیدو لپاره دخپلو شریکانو ملاتړ جلب کړي ، خو وروستي راپورونه ښئ چې دغه اختلافات په زیاتیدا دي .
ایرناخبری آژانس د روئيټرز خبری آژانس له قوله راپورورکړی ،ځینو اروپائي ډيپلوماټانو نن وئيلی دي ، فرانسه ،انګلستان او جرمني هڅه کوي ، په اروپائي اتحادئې کې خپل شریکان وهڅوي ، چې دایران په ضد دنوو بندیزونوملاتړ وکړي ،څو له دې لارې ایټمی موافقه وساتل شي ،خو ایټالیا شک لري وچې دغه بندیزونه له جامعې ایټمي موافقې دامریکا د وتلو خنډ شي .
دهغه سند په اساس چې دغې خپرونې خپور کړی ، ښئ ، دپاریس ،لندن اوبرلین لوړپوړو چارواکو په هغې غونډې کې چې له اروپائي سفیرانو سره ترسره شوي ، هڅه کړې څو په راتلونکي ا پریل کې دایران په ضد دنوو احتمالی بندیزونو دتصویبیدو لپاره دخپلو شریکانو ملاتړ جلب کړي ، خو وروستي راپورونه ښئ چې دغه اختلافات په زیاتیدا دي .
وئيل کیږي دغه غونډه پرون په بروکسل کې د بندو تنبو ترشا ترسره شوې ده .
په راپو رکې وئيل شوي ډي ، ایټالیا، اسپانیا، آسټریا اوځينو نورو هیوادونو استازو دایران دتوغندوي پروګرام سره داړونده کسانو او شرکتونو او دسورئې په بدلونونو کې دهغوي د رول سره اړونده چارو په باب د سفرونو دمنع کیدا او دشتمنیو له تړل کیدا سره مخالفت کړی دی .
د اروپائی اتحادئې د قوانینو په اساس داقتصادي بندیزونو اعمالیدا د اتحادئې د ټولو غړو ملاتړ ته ضرورت لري .
داپه داسې حال کې دي چې د اسلامی ایران لوړپوړو چارواکو وئيلي دي ، دخپلو دفاعي اوتوغندوي توانمنیو په باب له هیچا سره خبرې نه کوي او دا د اسلامی ایران لومړنۍ سره کرښه ده او دهر ډول سناریوګانو سره دمقابلې لپاره تیار دي .