د ایران ولس د امام علي د جهاد پيروي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68258-د_ایران_ولس_د_امام_علي_د_جهاد_پيروي_کوي
د تهران د جمعې د لمانځه موقته امام وویل: د ایران ولس د حضرت امام علي علیه السلام د جهاد په پیروۍ سره د استکباري نظام په وړاندې دریدلی او بریالی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 10:33 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د امام علي د جهاد پيروي کوي

د تهران د جمعې د لمانځه موقته امام وویل: د ایران ولس د حضرت امام علي علیه السلام د جهاد په پیروۍ سره د استکباري نظام په وړاندې دریدلی او بریالی شو.

آیت ا... محمد علي موحدي کرماني د تهران د دې جمعې د لمانځه په خطبو کښې د امیر المومنین علي علیه السلام د زوکړې راتلونکې کلیزې ته په اشارې سره، د هغوي د فضائلو او عدالت په بیانولو کښې زیاته کړه: د یاران ولس د حضرت علي علیه السلام د لارې په پیروۍ سره د استکباري نظام او کورنۍ سلطې په وړاندې ودریده او د ځان د ژغورنې لاره یې پيدا کړه.

سبا د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان په مشهد مقدس کښې د امام رضا علیه السلام د پاک حرم د زیارتوالو په ستره اجتماع کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهمې وینا ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایراني شیانو پیرل یوه جدي چاره ده او د ایران اقتصاد پیاوړی کوي.