ايراني محققانو د تهران د تحقيقاتي ريکټر بيا رغونه ترسره کړه
د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د تهران د تحقيقاتي ريکټر بيا رغونه له کورني توان څخه په استفادې سره ترسره شوه.
ډاکټر علي اکبر صالحي نن زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې د تهران د تحقيقاتي ريکټر له جوړولو څخه څلوېښت کاله تېريږي وويل، په تېر يو کال کښې د ايراني محققانو او ځوانانو په کوشش سره د دغه ريکټر بيا رغونه په بشپړه توګه ترسره شوه او ځوان ريکټر اوس د هېواد د تحقيقاتي فعاليتونو په خدمت کښې دے.
ډاکټر صالحي زياته کړه، د تهران د تحقيقاتي ريکټر د بيا رغونې ترڅنګه په وړومبي ځل د اېټمي سونګو د ازمائنې مدار هم جوړ کړے شوے او لګول شوے دے .
د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر د دې په بيانولو سره چې د اېټمي سونګو د ټېسټ د مدار د دغو تجهيزاتو د جوړښت د پلان او جوړولو ټولې مرحلې د ايراني ځوانانو په همت سره ترسره شوې دي واضحه کړه چې د دغو تجهيزاتو جوړول د ايراني محققانو لپاره يو نوے وياړ دے.