دامریکا تیری د ترهګرو د پریکنده ماتی په وجه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69156-دامریکا_تیری_د_ترهګرو_د_پریکنده_ماتی_په_وجه_دی
زمونږ خبریال وایی د ایران دپوځ لوی درستیز محمد باقری په سوریې د امریکا او د هغې د ملګرو هیوادونو ښکاره او له بیړې ډک تیری دترهګرو په پریکنده ماتی د تیریګرو هیوادونو او دهغوې دسیمه ایزو عربو ملاتړو هیوادونو د غوسې له کبله وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 00:03 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ په دافع هوا سره د تیریګرو هیوادونو ګڼ شمیر توغندي له له مینځه وړي دي .
    د سوریې پوځ په دافع هوا سره د تیریګرو هیوادونو ګڼ شمیر توغندي له له مینځه وړي دي .

زمونږ خبریال وایی د ایران دپوځ لوی درستیز محمد باقری په سوریې د امریکا او د هغې د ملګرو هیوادونو ښکاره او له بیړې ډک تیری دترهګرو په پریکنده ماتی د تیریګرو هیوادونو او دهغوې دسیمه ایزو عربو ملاتړو هیوادونو د غوسې له کبله وباله .

دایران دپوځ لوی درستیز محمد باقری  پرون د سوریې له دفاع وزیر علی ایوب سره په ټیلی فونی خبرو کښې ټینګار وکړ جنایتکاران به نه یوازې له دغه  څاروی ډوله او غیرقانونی اقدام څخه کومه ګټه پورته نکړی بلکې دسوریې ملت او حکومت به دخپلو داخلی او خارجی دښمانانو د یرغل په وړاندې لاپسې متحد او کوټلی کړی .

دایران دپوځ لوی درستیز محمد باقری د سوریې له ملت او حکومت څخه د اسلامی ایران د ملاتړ او پیوستون په دوام ټینګار سره وویل دایران ملت به  د سوریې د پوځ او دملت په څنګ کښې له جنایتکارو ترهګرو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی .

دسوریې د پوځ لوی درستیز او د فاع وزیر علی ایوب هم د ایران دملت او دحکومت په قدرونې سره وویل  دامریکا او دهغه دملګرو هیوادونو تیریګرو حملو چندانی تاوان نه دی رسولی او د سوریې پوځ په دافع هوا سره د تیریګرو هیوادونو ګڼ شمیر توغندی  له مینځه وړی دی .

دایران دفاع وزیر امیر حاتمی هم دسوریې له دفاع وزیر علي ایوب سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل دامریکا په مشرۍ نړیوال  استکبار کلونه کلونه کیږي د اسلامي هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي او دفلسطین دخلکو ځبل او په هغوې ظلم کول په دغو جنایتونو کښې شامل دي .