دایران سپاه پاسداران ځواک دامریکا جنایت وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69162-دایران_سپاه_پاسداران_ځواک_دامریکا_جنایت_وغاند
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک په سوریې دامریکا او دهغې د متحدانو جنایتکاره توغندوی حمله د ټروریسټ ضد د مقاومت د ارادې د پیاوړتیا او د عربو او دلویدیځو جنایت رامینځته کونکو په اړه د سوریې دملت د کینې د زیاتیدا عامل وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 00:52 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د لویدیځو هیوادونو د جنایت اوور به ددوې لمن ته هم وغزیږي .
    په سوریې کښې د لویدیځو هیوادونو د جنایت اوور به ددوې لمن ته هم وغزیږي .

زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک په سوریې دامریکا او دهغې د متحدانو جنایتکاره توغندوی حمله د ټروریسټ ضد د مقاومت د ارادې د پیاوړتیا او د عربو او دلویدیځو جنایت رامینځته کونکو په اړه د سوریې دملت د کینې د زیاتیدا عامل وبلله .

دایران سپاه پاسداران ځواک پرون په یوې۱() بیانیې کښې له کیمیاوی وسلو د سوریې د استفادې  له دروغو د ډکې ادعا په مطرح کولو سره د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو د جنایتکارې توغندوی حملې په کلکې غندلو سره وویل په سوریې توغندوی حمله د تکفیری ترهګرو په ملاتړ کښې د لویدیځو  ملاتړو هیوادونو د سختې ماتی او دټروریسټانو د ژغورلو لپاره دیوه(۱) فرصت د رامینځته کولو ښودنه کوی .

دایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک په دغه بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې په سوریې کښې د لویدیځو هیوادونو د جنایت اوور به ددوې لمن ته هم وغزیږی دسوریې پرضد د امریکا او دهغې د متحدو هیوادونو له پرونی جنایت سره د ځینو عربو هیوادونو  په ملګرتیا او په چپتیا نیوکه وکړه او ویې وویل ځینی عربی اسلامی هیوادونه چې په سوریې د امریکا او دلویدیځو هیوادونو د حملې له غندلو سرغړولی دی او یا یې چپتیا غوره کړی ده او په ځینو موردونو کښې یې له بده مرغه په دغه حملې خوښی څرګنده کړی ده باید  پوه شی دوې به  اسلامی امت او تاریخ ته هیڅ ځواب ونلری  او د سوریې خلک به هم له مخکې څخه زیات له هغوې نفرت وکړی .