فاینل بریا به د مقاومت د چورلیز وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69288-فاینل_بریا_به_د_مقاومت_د_چورلیز_وي
د ایران د قضائیه قوې مشر په سیمه کښې وروستۍ بریا د مقاومت د چورلیز وبلله او ویې ویل: امریکایان به په سیمه کښې د اوه ټریلیون ډالرو د لګولو باوجود هیڅ ترلاسه نه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2018 15:26 Asia/Kabul
  • فاینل بریا به د مقاومت د چورلیز وي

د ایران د قضائیه قوې مشر په سیمه کښې وروستۍ بریا د مقاومت د چورلیز وبلله او ویې ویل: امریکایان به په سیمه کښې د اوه ټریلیون ډالرو د لګولو باوجود هیڅ ترلاسه نه کړي.

آیت ا... صادق آملي لاریجاني نن د ایران د لوړرتبه قضايي مسئولانو په غونډه کښې، په سوریې باندې د امریکې، انګلستان او فرانسې وروستۍ حملې ته په اشارې سره څرګنده کړه: امریکې د انګلستان او فرانسې په ملګرتیا سره، د ټولو نړیوالو، اخلاقي او انساني اصولو په خلاف ورزۍ او په سوریه کښې د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو په دروغجنې ادعا سره پر دغه هیواد حمله وکړه.

هغه د امریکې له اقدامه په ملاتړ کښې د اسالمي نړۍ د ځینو خرڅو شویو واکمنانو له کاره د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: دا ډول اقدامات له امریکې او د هغې له انډیوالانو سره په مبارزه کښې د سیمې د ولسونو د لازیات یووالي سبب کیږي.