د امریکا او د روسیې ترمینځ سړه جګړه پیل شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69344-د_امریکا_او_د_روسیې_ترمینځ_سړه_جګړه_پیل_شوی_ده
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون مشر علاالدین بروجردی په سوریې د امریکا او دهغې د ملګرو تیری د روسیې او د امریکا ترمینځ دساړه جنګ(Cold War) درامینځته کیدا نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2018 10:41 Asia/Kabul
  • امریکا له سوریې د عسکرو له ایستلو پرته بله لاره نلري .
    امریکا له سوریې د عسکرو له ایستلو پرته بله لاره نلري .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون مشر علاالدین بروجردی په سوریې د امریکا او دهغې د ملګرو تیری د روسیې او د امریکا ترمینځ دساړه جنګ(Cold War) درامینځته کیدا نښه وبلله .

هغه  په سوریې د امریکا او د هغې دمتحدانو له  توغندوی بریدونو وروسته د روسیې او د امریکا ترمینځ د ساړه جنګ(Cold War)  د پیلیدا داحتمال په اړه وویل  له ډیرې مودې راهسې د واشنګټن او د ماسکو ترمینځ سوړ جنګ(Cold War)  پیل شوی دی .

بروجردی وویل که چیرې امریکا وغواړی خپلې لوبې ته دوام ورکړی له داسې غبرګونونو سره به مخ شی چې په پریکنده توګه به د واشنګټن او دسیمې دامنیت په تاوان وی .

هغه دامریکا د سپینې ماڼۍ د ویندوې میرمن سارا  هوکابې سانډرز(Sarah Huckabee Sanders) څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلی وو ولسمشر ټرمپ په چټکۍ سره  له سوریې د امریکا دعسکرو د بیرته رابللو غوښتونکی دی وویل  امریکا له سوریې د عسکرو له ایستلو پرته بله لاره نلری او له بده مرغه امریکا په سوریې کښې نا بلل شوی میلمه دی او په یوه(۱) نیواکګر هیواد بدله شوی ده .