د امریکا او د روسیې ترمینځ سړه جګړه پیل شوی ده
-
امریکا له سوریې د عسکرو له ایستلو پرته بله لاره نلري .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون مشر علاالدین بروجردی په سوریې د امریکا او دهغې د ملګرو تیری د روسیې او د امریکا ترمینځ دساړه جنګ(Cold War) درامینځته کیدا نښه وبلله .
هغه په سوریې د امریکا او د هغې دمتحدانو له توغندوی بریدونو وروسته د روسیې او د امریکا ترمینځ د ساړه جنګ(Cold War) د پیلیدا داحتمال په اړه وویل له ډیرې مودې راهسې د واشنګټن او د ماسکو ترمینځ سوړ جنګ(Cold War) پیل شوی دی .
بروجردی وویل که چیرې امریکا وغواړی خپلې لوبې ته دوام ورکړی له داسې غبرګونونو سره به مخ شی چې په پریکنده توګه به د واشنګټن او دسیمې دامنیت په تاوان وی .
هغه دامریکا د سپینې ماڼۍ د ویندوې میرمن سارا هوکابې سانډرز(Sarah Huckabee Sanders) څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلی وو ولسمشر ټرمپ په چټکۍ سره له سوریې د امریکا دعسکرو د بیرته رابللو غوښتونکی دی وویل امریکا له سوریې د عسکرو له ایستلو پرته بله لاره نلری او له بده مرغه امریکا په سوریې کښې نا بلل شوی میلمه دی او په یوه(۱) نیواکګر هیواد بدله شوی ده .