داسلامی ایران دملی امنیت تل پاتیکیدا اودسیمه ایزقدرت سسټماټیک کیدااصل موخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69496-داسلامی_ایران_دملی_امنیت_تل_پاتیکیدا_اودسیمه_ایزقدرت_سسټماټیک_کیدااصل_موخه_ده
سبا جمعې ورځ داپریل شلمه نیټه چې دحضرت امام حسین علیه السلام نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده په درست ایران کې پاسدار ورځ په توګه لمانځل کیږی ، په دې مناسبت د تهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی د نړۍ مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 12:48 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران دملی امنیت تل پاتیکیدا اودسیمه ایزقدرت سسټماټیک کیدااصل موخه ده

سبا جمعې ورځ داپریل شلمه نیټه چې دحضرت امام حسین علیه السلام نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده په درست ایران کې پاسدار ورځ په توګه لمانځل کیږی ، په دې مناسبت د تهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی د نړۍ مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو  نن د  د امامت د آسمان ددریم ځلانده ستوری  حضرت امام حسین علیه  السلام د نیکمرغه زوکړې  دکلیزې  او دپاسدار د ورځې په مناسبت  یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د ایران دملت  تاریخی حافظه  ګواهی ورکوی ، په تیرو څلویښتو کلونو  کې  داسلامی انقلاب ساتندویه ځواک  د هیواد او اسلامی انقلاب  داړتیا په ټولو ډګرونو کې پخپل سرښیندونکی ، مجاهدانه  او ملاتړی  رول او شتون سره ،داسلامی انقلاب  دبریالیتوب   په هماغو لومړنیو میاشتو او کلونو کې داسلامی ټاټوبی  په ځای ځای کې  او دغه راز د   نړیوال استکبار   تر اته کلن  هراړخیزتپلی جنګ پورې  له انقلاب ضده بهیرونو  سره په مقابلې او   په  ټولو ډګرونو کې په حماسی شتون سره  د اسلامی نظام او انقلاب  برخلیک   په اوڅاره ډول ځلولی دی . 

 په دغې اعلامیې کې راغلی دی ،  اوس داسلامی انقلاب سپاه پاسداران  پر داخلی  بریاؤ،په اوس مهال خطرناکو اوله ګواښه په ډکوشرائطوکې  داسلامی ایران  په وړاندې  په ضرورتونو   او داسلامی انقلاب  دآئیډیالونو پر تحقق سربیره ، دلویدیځی آسیا په امنیتی معادلاتو کې  په یوه اغیزمن او مهم لوبغاړی  بدل شوی دی  او  د سیمې په سیاسی کلتور کې  دخپل ځیر او هوښیار قدرت  په لوړتیا او  دتفکر په احیاء  سره ،  داسې قدرت او پوټینشل  تولید کړ ی ، چې   دتکفیری ترهه ګرۍ او نیابتی  جنګونو  له  ګواښونو او یرغلونو سره  مخامخ ملتونه به ئې  دتل لپاره خپل پامته داره  و ګڼی .