یمن هم دمقاومت له جبهې سره یوځاې کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69526-یمن_هم_دمقاومت_له_جبهې_سره_یوځاې_کیږی
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل دمقاومت جبهه له ایران، فلسطین، سوریې او عراق څخه پراخه شوی او په نږدې راتلونکی کښې یمن هم په دغه جبهې کښې ورزیاتیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2018 00:52 Asia/Kabul
  • ایران په دغه سیمه کښې دمقاومت د جبهې د بیرغوال په توګه اجازه نه ورکوي دهیوادونو سرحدونه بدل شي .
    ایران په دغه سیمه کښې دمقاومت د جبهې د بیرغوال په توګه اجازه نه ورکوي دهیوادونو سرحدونه بدل شي .

زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل دمقاومت جبهه له ایران، فلسطین، سوریې او عراق څخه پراخه شوی او په نږدې راتلونکی کښې یمن هم په دغه جبهې کښې ورزیاتیږی .

هغه پرون په تهران کښې دقران کریم د نړیوالو سیالیو د پرانیستلو په دستورو کښې وویل یوه(۱) ورځ امریکا داسې فکر کاوه چې سوریه په یوه (۱)ورځ کښې نیسی خو نن سبا وینی د اسلامی هیوادونو قدرت له مخکې څخه زیات دی .

په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل د اسلامی هیوادونو نیواک او دهغوې ویشل د دښمن هدفونه دی او که چیرې له عراق  او سوریې څخه دایران ملاتړ نه وائ نن به دغه دوه(۲) هیوادونه په نیواک  کښې وو .

ولایتی وویل که چیرې سعودی عربستان له یمن څخه پوځیان ونه باسی او خپل سیاست پرې نه ږدی په پریکنده توګه یمن به د عربستان لپاره یوه(۱) جبۍ (quagmire)جوړه شی او د ویټنام په جنګ کښې د امریکا د ډوبیدا په شان به په یمن کښې ډوب شی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چي  په سیمه کښې دایران دریځ دادی چې دنورو مسلمانو وړونو په څنګ کښې واحد اسلامی امت ولری ډاګینه کړه ایران په دغه سیمه کښې دمقاومت د جبهې د بیرغوال په توګه اجازه نه ورکوی دهیوادونو سرحدونه بدل شی او د هر هیواد ځمکنۍ بشپړتیا باید وساتل شی .