دایران دفاع وزیر د عراق د استخباراتی مرکز کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69528-دایران_دفاع_وزیر_د_عراق_د_استخباراتی_مرکز_کتنه_وکړه
زمونږخبریال وایی د ایران دفاع وزیر امیر حاتمی دعراق په پلازمینې بغداد کښې د استخباراتی مرکز د کتنې په وخت چې دایران ، عراق ، روسیې او دسوریې په ملګرتیا سره په ګډه اداره کیږی په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره ددغه مرکز پر رول ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2018 01:08 Asia/Kabul
  • ایران په تیرو څو کلونو کشې دعراق د عسکرو په ملاتړ کولو سره دداعش ترهګرې ډلې په له مینځه وړلو کښې مهم رول لرلی دی .
    ایران په تیرو څو کلونو کشې دعراق د عسکرو په ملاتړ کولو سره دداعش ترهګرې ډلې په له مینځه وړلو کښې مهم رول لرلی دی .

زمونږخبریال وایی د ایران دفاع وزیر امیر حاتمی دعراق په پلازمینې بغداد کښې د استخباراتی مرکز د کتنې په وخت چې دایران ، عراق ، روسیې او دسوریې په ملګرتیا سره په ګډه اداره کیږی په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره ددغه مرکز پر رول ټینګار وکړ .

دایران دفاع وزیر دغه راز دعراق له کورنیو چارو وزیر او نورو لوړرتبه چارواکو سره په کتنې کښې په داعش ترهګرې ډلې ددغه هیواد د وروستیو بریالیتوبونو قدرونه وکړه .

د عراق دپوځ د استخباراتو دبرخې مشر جنرال سعد العلاق هم دایران له دفاع وزیر امیر حاتمی سره په کتنې کښې د ایران، عراق ، سوریې او د روسیې ترمینځ اتحاد د نړیوالو اړیکو په تیره بیا له ترهګرو او سرزورو ډلو سره په مبارزې او امنیتی زمینه کښې ښکاره بیلګه وبلله .

ایران په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې په عراق دامریکا له حملې راهسې تل د عراق له حکومت سره نږدې اړیکې لرلی دی .

ایران په تیرو څو کلونو کښې دعراق د عسکرو په ملاتړ کولو سره دداعش ترهګرې ډلې په له مینځه وړلو کښې مهم رول لرلی دی .