د حضرت علي اکبر (ع) ميلاد ټولو ته مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70072-د_حضرت_علي_اکبر_(ع)_ميلاد_ټولو_ته_مبارک_شه
نن د خالي ورځ د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې يولسمه نېټه چې د ۲۰۱۸ ميلادي کال د اپريل له ۲۸ سره سمون خوري د نړۍ د شيعه ؤ د دريم امام حضرت امام حسين (ع) د زوے حضرت علي اکبر (ع) د ولادت کليزه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 06:39 Asia/Kabul
  • د حضرت علي اکبر (ع) ميلاد ټولو ته مبارک شه

نن د خالي ورځ د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې يولسمه نېټه چې د ۲۰۱۸ ميلادي کال د اپريل له ۲۸ سره سمون خوري د نړۍ د شيعه ؤ د دريم امام حضرت امام حسين (ع) د زوے حضرت علي اکبر (ع) د ولادت کليزه ده.

حضرت علي اکبر (ع) د ۳۳ هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په يولسمه نېټه په مدينه منوره کښې دنيا ته راغے. پلار يې د نړۍ د شيعه مسلمانانو دريم امام حضرت امام حسين (ع) او مور يې بي بي لېلی بن ابی مره نوميږي.

امام حسين (ع) به هغه په خلقت، خټه، اخلاقو، روحي صفاتو، ګفتار او اجتماعي آدابو کښې د خداے ګران رسول (ص) ته ترټولو شبيه او يوشان معرفي کوۀ.

حضرت علي اکبر (ع) د ۶۱ هجري قمري کال د محرم په لسمه نېټه د کربلا په واقعه کښې له خپل ګران پلار او د هغۀ له وفادارو ملګرو سره شهيد شو او په کربلا کښې د حضرت امام حسين (ع) ترڅنګه خاورو ته وسپارل شو.

د ايران د اسلامي جمهوريت په جنترۍ کښې د حضرت علي اکبر (ع) د ولادت ورځ د ځوان ورځ نومولې شوې ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن اداره د حضرت علي اکبر (ع) د ميلاد کليزه د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا شيعه ؤ او  د اهلبېتوعليهم السلام مئينانو ته مبارکي وايوو.