توغندی داسلامی ایران د دفاع اصلی پانګه ده
داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان دې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران په سیمې کې د ترهه ګرۍ دوسیه پای ته رسولې ده ،زیاته کړې ، امریکا غواړی ، ایران د عربو هیوادونو په وړاندې یو ګواښونکی عنصر وبریښوی څو په سیمې کې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت برلاسی په یوه انډول بدل کړی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار تورن جنرال حسین سلامی نن په تهران کې د فارس خلیج د ملی ورځې په مناسبت د غونډې تر څنګ دې ته په اشارې سره چې دایران اسلامی جمهوریت درستې چارې دنړیوالو قوانینو اواصولو په اساس ترسره کیړی.، او هیڅکله هم د دغو قوانینو خلاف ورزی نه ده شوې ، ووئیل ، د لویدیځ له خوا دایران د بې وسلې کولو غوښتنه له عقل سره سمون نخوری .
سردارسلامی په دغې غونډې کې سعودی عربستان ته دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو سفر او دایران په ضد دهغه تکراری ادعاګانو ته په اشارې سره ووئیل ؛ په فارس خلیج اولویدیځی آسیا کې د امریکا سټراټژی ، دقدرت لیدل او دامنیت خرابول دی .
حسین سلامی د دې خبرې په کولو سره چې امریکا دفارس خلیج په څنډې اولویدیځی آسیا په هیوادونو کې دخپل شتون لپاره دامنیت مشکل راپورته کوی ،ووئیل ؛ امریکایان دامنیت د موضوع په فارمولې کې اسلامی ایران د یوۀ ګواښ په توګه ګڼی او په دروغو ایران د ترهه ګرۍ ملاتړی بولی .
داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان دې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران په سیمې کې د ترهه ګرۍ دوسیه پای ته رسولې ده ،زیاته کړې ، امریکا غواړی ، ایران د عربو هیوادونو په وړاندې یو ګواښونکی عنصر وبریښوی څو په سیمې کې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت برلاسی په یوه انډول بدل کړی . هغه په دې خبرې کولو سره چې اسلامی ایران هیڅکله هم یو هیواد هم نه دی ګواښلی ، او دټولو هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا ته ئې داحترام په سترګه کتلی دی ، روښآنه کې ، دیمن دملت دمظلومیّت ددفاع لپاره په دغه هیواد دسعودی تیریګرو دحملې په مقابل کې د یمن دمظلوم ولس څخه دایران ملاتړ او دغه راز په سورئې کې هم دسلاکارۍ په توګه شتون د سورئې درسمی حکومت په رسمی غوښتنې سره ترسره کیږی .