توغندی داسلامی ایران د دفاع اصلی پانګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70212-توغندی_داسلامی_ایران_د_دفاع_اصلی_پانګه_ده
داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان دې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران په سیمې کې د ترهه ګرۍ دوسیه پای ته رسولې ده ،زیاته کړې ، امریکا غواړی ، ایران د عربو هیوادونو په وړاندې یو ګواښونکی عنصر وبریښوی څو په سیمې کې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت برلاسی په یوه انډول بدل کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 10:07 Asia/Kabul
  • توغندی داسلامی ایران د دفاع اصلی پانګه ده

داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان دې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران په سیمې کې د ترهه ګرۍ دوسیه پای ته رسولې ده ،زیاته کړې ، امریکا غواړی ، ایران د عربو هیوادونو په وړاندې یو ګواښونکی عنصر وبریښوی څو په سیمې کې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت برلاسی په یوه انډول بدل کړی .

 ایرناخبری اژانس راپورورکړ  دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  دعمومی قوماندان جانشین  سردار تورن جنرال  حسین سلامی  نن  په تهران کې د  فارس خلیج د  ملی ورځې په مناسبت  د غونډې تر څنګ  دې ته په اشارې سره چې  دایران اسلامی جمهوریت درستې چارې  دنړیوالو قوانینو  اواصولو په اساس  ترسره کیړی.،  او هیڅکله هم د دغو قوانینو خلاف ورزی نه ده شوې ،  ووئیل ،   د لویدیځ له خوا دایران د بې وسلې کولو  غوښتنه  له عقل سره   سمون نخوری .

سردارسلامی  په دغې غونډې  کې    سعودی عربستان ته دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو   سفر او  دایران په ضد دهغه تکراری ادعاګانو ته  په اشارې  سره  ووئیل ؛  په فارس خلیج اولویدیځی آسیا کې د امریکا سټراټژی ،  دقدرت  لیدل او   دامنیت خرابول دی . 

حسین سلامی  د دې خبرې په کولو سره  چې امریکا   دفارس خلیج په څنډې اولویدیځی آسیا په هیوادونو کې دخپل شتون لپاره  دامنیت مشکل راپورته کوی ،ووئیل ؛ امریکایان  دامنیت   د  موضوع په فارمولې کې  اسلامی ایران د یوۀ ګواښ په توګه ګڼی  او  په  دروغو ایران د ترهه ګرۍ  ملاتړی  بولی .

  داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان  دې ته په اشارې سره چې  اسلامی ایران  په سیمې  کې د ترهه ګرۍ  دوسیه  پای ته رسولې ده ،زیاته کړې ، امریکا غواړی ،  ایران  د عربو هیوادونو په وړاندې  یو ګواښونکی  عنصر وبریښوی څو  په سیمې کې  د ایران داسلامی جمهوریت   د قدرت برلاسی  په یوه انډول بدل کړی .  هغه په دې خبرې کولو  سره چې  اسلامی ایران هیڅکله هم   یو هیواد هم نه دی ګواښلی ،  او  دټولو  هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا ته ئې داحترام په سترګه کتلی دی ، روښآنه  کې ، دیمن  دملت  دمظلومیّت ددفاع لپاره   په دغه هیواد دسعودی تیریګرو  دحملې په مقابل کې د یمن  دمظلوم ولس څخه دایران ملاتړ او  دغه راز  په سورئې کې  هم دسلاکارۍ په توګه شتون   د  سورئې درسمی حکومت په رسمی   غوښتنې سره  ترسره کیږی .