ډیر زر به سیمې ته د امریکایانو تګ راتګ غوڅ شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70216-ډیر_زر_به_سیمې_ته_د_امریکایانو_تګ_راتګ_غوڅ_شی
داسلامی انقلاب معظم لارښود په لویدیځی آسیا سیمې کې دامریکا د شتون له امله جنګ جګړو اوناکراریو او ناندریو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، په همدې دلیل باید له سیمې دامریکا لاسونه لنډ شی او باید له لویدیځی آسیا سیمې ووځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 10:51 Asia/Kabul
  •   ډیر زر به سیمې ته د امریکایانو تګ راتګ غوڅ شی

داسلامی انقلاب معظم لارښود په لویدیځی آسیا سیمې کې دامریکا د شتون له امله جنګ جګړو اوناکراریو او ناندریو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، په همدې دلیل باید له سیمې دامریکا لاسونه لنډ شی او باید له لویدیځی آسیا سیمې ووځی .

داسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت  آیت ا... العظمی سید علی  خامنه ای  نن د کار اوکارګر د ورځې په درشل کې  دزرګونو کارګرانو اوټیکدارانو  سره په کتنې  کې  وفرمائیل ،  هغه څوک چې باید  له لویدیځی آسیا سیمې   ووځی ، دایران  اسلامی جمهوریت نه ،بلکې امریکا ده ، هماغه ډول چې  څو کاله مخکې مو وئیلی ، د  په وهلو پسې په کراره د تلو وخت تیر شوی دی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  په دغې کتنې کې فرمائیلی دی ، فارس خلیج اولویدیځی آسیا دمونږ کور دی، خو تاسو،،، پرَدی ،درز اچونکی او  په فتنو اچونو او  په خبیثو موخو پسې یاست .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  په لویدیځی آسیا سیمې کې  دامریکا د شتون له امله  جنګ جګړو اوناکراریو او ناندریو ته په اشارې سره  ټینګار وکړ ، په همدې دلیل باید  له سیمې دامریکا لاسونه لنډ شی  او باید له لویدیځی آسیا سیمې  ووځی .

 دوی همدرااز   دایران داسلامی جمهوریت   له خپلواکه او آزادی غواړی نظام سره  دمقابلې لپاره  دامریکا یوه روده ، دسیمې  دځینو کم فهمه  حکومتونو لمسول  او  دسیمې په داخل کې  د نښتو اواختلافاتو  رامینځة کول وبلل او وې وئیل ، امریکایان  هڅه کوی ،څو  دسعودیانو اود  سیمې دځینو هیوادونو په لمسونې سره ،  دوی  داسلامی جمهوری نظام په مقابل کې ودروی ، خو که  دوی عقل ولری ،نو باید دامریاک په دوکې کې ورنشی .

 حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای  په دې په ټینګار سره چې  امریکایان  غواړی ،   داسلامی ایران  له میړنی ملت او  نظام سره  دمقابلې لګښت   پخپله  ونه زغمی  او دا  د سیمې دځینو نورو حکومتونو پر اوږو ورواچوی  زیاته کړې ،   دسیمې ځینی هیوادونه  دې بوهه شی ، که  ل اسلامی ایران سره مخامخ شی ، نو په چورلټ ډول به  سخت ګوزار او ماته وخوری .  داسلامی انقلاب معظم لارښ،د  همدرااز  له اسلامی  جمهوری نظام سره  دمقابلې  لپاره    اوسنۍ خورا اصلی پلانونه ، اقتصادی جنګ وبالۀ او  له ایرانیو شیانو څخه  پر ملاتړ او  له پرّدیو شیانو  ته سترګو غړولو پرته   پر داخلی توانمنیو   اوظرفیّتونو  تکیه ئې ، له دغه جنګ سره  دمقابلې یوازینۍ لاره وبلله .

داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز  دحضرت امام خمینی په حسینې کې  ایرانیو شیانو نندارتون کتنه  هم وکړه او  دبیلابیلو غرفو په لیدلو سره ئې  له کارګرانو او داخلی تولیدونکو سره خبرې  هم وکړې .