عربستان د اسلامی ایران دګواښلو ظرفیّت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70302-عربستان_د_اسلامی_ایران_دګواښلو_ظرفیّت_نه_لري
داسلامی انقلاب د معظم دمعظم لارښود او ددرستو قواؤ د کمانډرانچیف ځانګړی سلاکار زیاته کړې ایران دعراق په اته کلن تپلی جنګ کې ثابته کړې ده ، چې یوازې پوځی تجهیزات دبریلاسی معیار نه دی ، ځکه ومو لیدل ، دعراق صدام دیکتاتور سره په نهایت کې څه وشول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2018 13:26 Asia/Kabul
  •   عربستان د اسلامی ایران دګواښلو ظرفیّت نه لري

داسلامی انقلاب د معظم دمعظم لارښود او ددرستو قواؤ د کمانډرانچیف ځانګړی سلاکار زیاته کړې ایران دعراق په اته کلن تپلی جنګ کې ثابته کړې ده ، چې یوازې پوځی تجهیزات دبریلاسی معیار نه دی ، ځکه ومو لیدل ، دعراق صدام دیکتاتور سره په نهایت کې څه وشول .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د درستو قواؤ دکمانډر انچیف ځانګړی سلاکار  نن په تهران کې دپوځ د  افسری پوهنتونونو  د محصیلینو په ټول کې  ووئیل ،  که  دسعودی عربستان پوځی  توان، برلاسه توان وائ ، نو  سعودیان به په یمن کې  پر حوثیانو  برلاسه شوی وائ ، حال دا چې  درې کاله کیږی ،  دوی دیمن په جنګ کې ماته خوری .

  داسلامی انقلاب د معظم  دمعظم لارښود او ددرستو قواؤ د کمانډرانچیف  ځانګړی سلاکار زیاته کړې  ایران  دعراق  په  اته کلن تپلی جنګ کې  ثابته کړې ده ، چې   یوازې پوځی تجهیزات  دبریلاسی  معیار نه دی ، ځکه ومو لیدل ، دعراق صدام دیکتاتور سره په نهایت کې څه وشول . 

  سردار تورن جنرال  رحیم صفوی   دایران  په ضد دعراق   له تپلی جنګ او دغه راز د سیمې له نورو جنګونو څخه د  صهونیسټ رژیم  ګټو ته په اشارې سره  ټینګار کړی ،  دایران  په ضد  دعراق په تپلی جنګ او  په ۱۹۹۰کال کې  په کویت د عراق په حملې کې  او حتی  دیمن په ضد  دعربستان په جنګ او دغه راز د سورئې په  بحران کې  چې ، دمسلمانانو  اقتصادی او انسانی ګټې  ډیرې زیاتې  تاوانی شوې  اولازیاته ګټه ، د خپل امنیت په تامینولو کې  وحشیۍ صهونیسټی رژیم ترلاسه کړې ده .