د تهران د جمعې لمانځه خطیب :دښمنان به محکم ګوزار وخور ی
ایت ا... موحدی کرمانی دې ته په اشارې سره چی همدااوس امریکا د ایران پرضد له ځان سره د اروپا ، عربستان او اسرایلو رژیم په ملګری کولو پسې ده ، زیاته کړه اسلامی ایران پیاوړې دې او له استکباری نړۍ سره به په مقابله کې مقاومت وکړی
د تهران د جمعې موقته امام ایت ا... محمد علی موحدی کرمانی ټینګار وکړ د ایران پرضد د امریکا ګواښونه او د سیمې د ځینو هیوادونو ملګرتیا په ایران کی تزلزل نه رامینځته کوی ځکه چی که هغو جنګ ته مخه کړی نو ماته خوری او تباه کیږی .
ایت ا... موحدی کرمانی دې ته په اشارې سره چی همدااوس امریکا د ایران پرضد له ځان سره د اروپا ، عربستان او اسرایلو رژیم په ملګری کولو پسې ده ، زیاته کړه اسلامی ایران پیاوړې دې او له استکباری نړۍ سره به په مقابله کې مقاومت وکړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب امریکا او استکباری نړۍ ته په خطاب کی وویل ایران دریدلی او پیاوړې دې او د هغو په تشو دړکو ځای نه پریږدی .
هغه همداراز جوته کړه اسلام د کفر په وړاندې دریدلی دې او ایران ویاړی چی د اسلام بیرغ یې پورته کړی دی .
موحدی کرمانی ټینګار وکړ امریکا او هم تړونه یې باید پوهه شی چی هر څومره چی د حق د جبهې په وړاندې ودریږی او ګواښ وکړی نو په مقابل کې به محکم ګوزار وخوری .