د دفاع وزير: سيمې ته د ايران پېغام «صلح او دوستي» ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70750-د_دفاع_وزير_سيمې_ته_د_ايران_پېغام_صلح_او_دوستي_ده
د ايران د دفاع وزير سيمې ته د ايران د اسلامي جمهوريت پېغام د صلحې او دوستۍ پېغام وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 07:57 Asia/Kabul
  • د دفاع وزير: سيمې ته د ايران پېغام «صلح او دوستي» ده

د ايران د دفاع وزير سيمې ته د ايران د اسلامي جمهوريت پېغام د صلحې او دوستۍ پېغام وبلۀ.

د اېسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې جنرل امير حاتمي د عمان سلطنت د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز د مرستيال حمد بن راشد البلوشی او ورسره د فوځي او دفاعي پلاوي په کتنه کښې عمان په سيمه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت يو ډېر غوره ګاونډي وبلۀ.

د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران او عمان دواړو هېوادونو او ملتونو تعلقات د ديني، تاريخي، ښه ګاونډيتوب او د دواړو هېوادونو د رهبرانو د سياسي ارادې په سيوري کښې په تېرو څو لسيزو کښې په ټولو اړخونو کښې ځانګړي او غوره وو او دي.

د ايران د دفاع وزير د ايران او عمان د ګډې فوځي کمېټۍ د څوارلسمې غونډې په جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: دغه غونډې د سيمې د د ثبات او امنيت په ټينګښت او مضبوطيه کښې يو مهم سبب ګڼل کيږي.

جنرل حاتمي له عمان سلطنت سره د ايران د اسلامي جمهوريت ملګرتيا د دوو اړخيزو تعلقاتو يوه کاميابه نمونه او بېلګه وبلله او واضحه يې کړه چې دغه تعلقات د سيمې د نورو هېوادونو د تعلقاتو لپاره يوه نمونه وي.

جنرل بلوشي هم په دغه کتنه کښې د دې په بيانولوچې د ايران او عمان تاريخي تعلقات زيات مضبوط او پائېدونکي دي وويل: عمان د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا لپاره د زيات اهميت قائل دے.

د عمان او د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځي او دفاعي ملګرتياو د ګډې کمېټۍ څوارلسمه پينځه ورځنۍ غونډه له وړې ورځ يعنې د مۍ له شپږمې نه د تهران په کورباتوب روانه ده.