ترټولو ښه کتاب هغه دی چې انسان دخدای په لور هدایت کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70974-ترټولو_ښه_کتاب_هغه_دی_چې_انسان_دخدای_په_لور_هدایت_کړی
زمونږخبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار دتهران د کتاب دنړیوال نندرتون کتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 11:08 Asia/Kabul
  • ترټولو ښه هغه کتابونه دي چې انسان د خدای پاک ج او د انقلابي او د لوړو ارزښتونو په لور هدایت کړي .
    ترټولو ښه هغه کتابونه دي چې انسان د خدای پاک ج او د انقلابي او د لوړو ارزښتونو په لور هدایت کړي .

زمونږخبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار دتهران د کتاب دنړیوال نندرتون کتنه وکړه .

په دغه کتنې کښې چې د ایران داسلامی ارشاد او کلتور وزیر سید عباس صالحی هم موجود وو داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دتهران د کتاب دیودیرشم(۳۱) نړیوال نندرتون د پنځوسو(۵۰) غرفو او سټالونو کتنه وکړه او د خپرندویه موسسو  له مسولانو سره د خبرو اترو او دهغوې د اندیښنو د اوریدلو په ترڅ کښې  دخپرونکو له نویو  موضوګانو  خبر شو .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د کتاب د نړیوال نندرتون له کتنې وروسته په یوې لنډې وینا کښې کتاب او د کتاب لوستل د خلکو په تیره بیا د ځوانانو د ژوند یو(۱) ضرورت وباله او ویې فرمائیل دکتاب رول یو بې  بدلیه رول دی البته  ترټولو ښه هغه کتابونه دی چې انسان د خدای پاک ج او د انقلابی او د لوړو ارزښتونو په لور هدایت کړی او زه هیله من یم چې کتاب په ټولنه کښې خپل حقیقی مقام ترلاسه کړی .

د تهران دکتاب یودیرشم(۳۱) نړیوال نندرتون د کتاب نه لوستلو ته دنه په شعار سره  تر سبا ورځې پورې دتهران په امام خمینی رحمت الله علیها مصلا  کښې خپل کار ته دوام ورکوی .