د فلسطین ازادول یو الهی سنت دی او امریکا هیڅ نشی کولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71436-د_فلسطین_ازادول_یو_الهی_سنت_دی_او_امریکا_هیڅ_نشی_کولای
زمونږ خبریال وایی بیګا د روژې دمبارکې میاشتې په لومړۍ نیټه او دقران کریم د محفل دترسره کیدا په مناسبت د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه حسینیه(امامباړه ) یو هیړ د الهی کلام له رڼا او نور څخه ډکه وه او د قران مجید قاریانو د اسلامی انقلاب دستر لارښود په شتون سره له قران کریم سره د مینې محفل ترسره کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • مریکا او ډیر لویدیځ  حکومتونه د اسرائیلو  ددغو جنایتونو په جرم کښې شریک دي .
    مریکا او ډیر لویدیځ حکومتونه د اسرائیلو ددغو جنایتونو په جرم کښې شریک دي .

زمونږ خبریال وایی بیګا د روژې دمبارکې میاشتې په لومړۍ نیټه او دقران کریم د محفل دترسره کیدا په مناسبت د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه حسینیه(امامباړه ) یو هیړ د الهی کلام له رڼا او نور څخه ډکه وه او د قران مجید قاریانو د اسلامی انقلاب دستر لارښود په شتون سره له قران کریم سره د مینې محفل ترسره کړ .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د قران کریم له قاریانو سره په کتنې کښې داسلامی امت د نن ورځې یو ضرورت له قران مجید سره مینه او د هغه په حکمونو عمل کول وباله او په دې خبرې ټینګار سره چې په وروستیو ورځو کښې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو او دفلسطین د خواشینونکو شرایطو په شمول د اسلامی نړۍ اوسنی مشکلات له قران مجید څخه داسلامی امت لیرې کیدل دی وویل بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده او د خدای پاک ج په توفیق سره به فلسطین د دښمانانو له لاس څخه ازاد شی او امریکا او دهغې پیروی کونکی د الهی سنت او حقیقت په وړاندې هیڅ نشی کولای .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ژوند په ټولو اړخونو کښې قران کریم ته د ډیر پام کولو ضرورت  او د اسلامی نړۍ مصیبتونو او په تیره بیا دفلسطین دخلکو شرایطو ته په اشارې سره وفرمائیل په تیرو څو ورځو کښې مو د فلسطین د لسګونو خلکو په شهیدولو او د زرګونو نورو په ژوبلولو کښې د صهیونیسټ د جعلی او خبیث رژیم جنایتونه ولیدل او په دغو شرایطو کښې ځینې کسان ګله کوی چې امریکا ولې دریځ نه غوره کوی دا  په داسې حال کښې دي  چې امریکا او ډیر لویدیځ  حکومتونه د اسرائیلو  ددغو جنایتونو په جرم کښې شریک دی .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې ټینګار سره چې اسلامی امت او اسلامی حکومتونه باید د اسرائیلو ددغو جنایتونو په مقابل کښې دریځ غوره کړی وویل قران کریم مونږ  ته وایی باید ددین  د  دښمانانو او د کفارو په مقابل کښې کلک ودریږئ  او په خپلو کښې له مهربانۍ ډک چلند وکړئ خو اوس له قران کریم څخه د لیرې توب په دلیل په اسلامی دنیا کښې د جنګ او د مسلمانانو ترمینځ د اختلافاتو او د کفارو په وړاندې د تسلیمیدا کتونکی یوو .

حضرت ایت الله خامنه ای په دې خبرې ټینګار سره چې له اسلام سره  دښمنۍ ختمیږی نه وویل که چیرې اسلامی امت قران ته نږدې شی هماغه ډول چې قران مجید فرمائیلی دی بې شکه په دشمن به غلبه وکړی ځکه چې دا  الهی وعده (ژمنه )ده .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په پاې کښې د فلسطین د وروستیو ورځو دشهیدانو لپاره له خدای پاک ج څخه د مغفرت او د حق د لارې د مبارزانو لپاره د ډیر استقامت په دعا سره ټینګار وکړ امریکا او دهغې ملګری به د الهی د نا خلاف ورزۍ سنت او دود په وړاندې ماتی او تسلیمیدا ته مجبوره وی .