اروپادې په جامعې ایټمی موافقې کې دایران دګټو د تامینیدا ضمانت ورکړی
اروپا باید په پاتې کم وخت کې ضمانت ورکړی له جامعې ایټمی موافقې دامریکا له وتلو وورسته به د اسلامی ایران ګټې تامین کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په تهران کې د داخلی او بهرنیو خبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، اروپا باید په پاتې کم وخت کې ضمانت ورکړی له جامعې ایټمی موافقې دامریکا له وتلو وورسته به د اسلامی ایران ګټې تامین کړی .
بهرام قاسمی په دغه خبری ناستې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له جامعې ایټمی موافقې د امریکا په وتلو سره ستر اروپائی شرکتونه له ایران سره ملګرتیا غوڅوی ، او دایران غوښتنې به د واړو شرکتونو په شتون سره تامین شی ، ووئیل ، له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته نوی شرائط رامینځةشوی دی ، او دجامعې ایټمی موافقې د اجرا د دوام لپاره د نورو لورو دلچسپۍ او هوډ ته په پام سره په دې باب خبرې اترې دوام لری .
دایران دخارجه وزارت ویندوی دجامعې ایټمی موافقې د دوام په نسبت داروپایانو د تضمین اوضمانت په باب ټینګار وکړ، یوازې خبرې کافی نه دی ، او هر هغه څه چې په عمل کې ترسره کیږی ، مهم دی .
بهرام قاسمی همداراز له سورئې د درستو بهرنیو لورو د وتلو لپاره د روسیې دغوښتنې په باب هم ووئیل ، یو هیواد هم ایران له سورئې وتلو ته نشی مجبورولی ، اسلامی ایران یو خپلواکه هیواد دی او په سورئې کې دایران شتون، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغه هیواد قانونی حکومت په بلنې سره دی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې هغه کسان دې له سورئې ووځی ، چې د دغه هیواد دقانونی اوولسی حکومت له اجازت پرته ئې دسورئې پر خاورې تیری کړی دی ، زیاته کړې ، تر څو چې د سورئې حکومت ونه غواړی ، ایران به خپلو مرستو ته دوام ورکړی .
دایران خارجه وزارت ویندوی همداراز دافغانستان په فراه ولایت کې له طالبانوڅخه دایران دملاتړ په باب د دغه هیواد ځینو چارواکو د تورلګونې په باب زمونږ دخبریال د پوښتنې په ځواب کې ووئیل ، ایرن د یوه هیواد په کورنیو چارو کې هیڅ ډول ګوت وهنې نه کوی ددې په ټرڅ چې دایران سیاست دافغانستان له حکومت سره لازیاته ملګرتیا ده . بهرام قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې ځینی هڅه کوی ، دافغانستان داخلی مشکلات او د هغو دځینو اورګانونو کمزورتیاوې پر نورو وروتپی ، ټینګار وکړ ؛ دغه شان ادعاګانې له افغانستان سره دایران د ښو اړیکو دخرابولو لپاره دی ،ددې په ترڅ کې چې د دغه هیواد چارواکو ته سپارښتنه کیږی ، چې لازیات دې په هوښیارتیا اوځیرتیا سره عمل وکړی .