اروپادې په جامعې ایټمی موافقې کې دایران دګټو د تامینیدا ضمانت ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71680-اروپادې_په_جامعې_ایټمی_موافقې_کې_دایران_دګټو_د_تامینیدا_ضمانت_ورکړی
اروپا باید په پاتې کم وخت کې ضمانت ورکړی له جامعې ایټمی موافقې دامریکا له وتلو وورسته به د اسلامی ایران ګټې تامین کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 10:21 Asia/Kabul
  • اروپادې په جامعې ایټمی موافقې کې دایران دګټو د تامینیدا ضمانت ورکړی

اروپا باید په پاتې کم وخت کې ضمانت ورکړی له جامعې ایټمی موافقې دامریکا له وتلو وورسته به د اسلامی ایران ګټې تامین کړی .

زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی نن په تهران کې  د داخلی او بهرنیو خبریالانو په ټول کې  وئیلی دی ،  اروپا  باید په پاتې کم وخت کې  ضمانت ورکړی   له جامعې ایټمی موافقې  دامریکا له وتلو وورسته به د اسلامی  ایران ګټې تامین کړی .

  بهرام قاسمی   په دغه خبری ناستې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا  له جامعې ایټمی موافقې د امریکا په وتلو سره  ستر اروپائی شرکتونه  له ایران سره ملګرتیا غوڅوی ،  او  دایران  غوښتنې به د واړو شرکتونو په شتون سره تامین شی ، ووئیل ،  له نړیوالې ایټمی موافقې  د امریکا له وتلو وروسته نوی شرائط  رامینځةشوی دی ، او  دجامعې ایټمی موافقې د اجرا د دوام  لپاره د  نورو لورو دلچسپۍ او  هوډ ته په پام سره  په دې باب خبرې اترې دوام لری .

  دایران دخارجه وزارت ویندوی  دجامعې ایټمی موافقې    د  دوام په نسبت  داروپایانو  د تضمین اوضمانت په باب  ټینګار وکړ،  یوازې خبرې کافی نه دی ، او هر هغه څه چې  په عمل کې ترسره کیږی ، مهم دی .

  بهرام قاسمی  همداراز  له  سورئې  د درستو بهرنیو لورو  د وتلو لپاره د  روسیې دغوښتنې په باب   هم ووئیل ،  یو هیواد هم ایران  له سورئې وتلو ته نشی مجبورولی ،  اسلامی ایران یو خپلواکه هیواد دی او  په سورئې کې دایران شتون،   له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغه هیواد  قانونی حکومت په بلنې سره  دی .

  هغه ددې خبرې  په کولو سره چې  هغه   کسان دې له سورئې ووځی ، چې  د دغه هیواد  دقانونی  اوولسی  حکومت  له اجازت پرته ئې  دسورئې پر خاورې تیری کړی دی ، زیاته کړې ،  تر څو چې  د سورئې  حکومت  ونه غواړی ،  ایران به خپلو مرستو ته دوام ورکړی .

 دایران خارجه وزارت  ویندوی  همداراز  دافغانستان په فراه ولایت کې  له  طالبانوڅخه دایران دملاتړ  په باب  د دغه هیواد  ځینو چارواکو  د تورلګونې په باب   زمونږ دخبریال د  پوښتنې په ځواب کې   ووئیل ،  ایرن د یوه هیواد په کورنیو چارو کې  هیڅ ډول ګوت وهنې نه کوی  ددې په ټرڅ  چې   دایران سیاست  دافغانستان له حکومت سره  لازیاته ملګرتیا ده . بهرام قاسمی  ددې خبرې په کولو سره چې  ځینی هڅه کوی ،  دافغانستان داخلی مشکلات او  د هغو دځینو اورګانونو کمزورتیاوې  پر نورو وروتپی ، ټینګار وکړ ؛ دغه شان ادعاګانې  له افغانستان سره دایران د ښو اړیکو دخرابولو  لپاره دی ،ددې په ترڅ کې چې  د دغه هیواد  چارواکو ته سپارښتنه کیږی ، چې  لازیات دې په هوښیارتیا اوځیرتیا سره عمل وکړی .