دایران په ضد د امریکا دخارجه وزیر څرګندونې لیونتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71794-دایران_په_ضد_د_امریکا_دخارجه_وزیر_څرګندونې_لیونتوب_دی
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د امریکا دخارجه وزیر د وروستیو سپیرو اوله ملنډو ډکو څرګندونو په غبرګون کې روښانه کړې ده ، امریکا له هغو توهماتو په ډکو اوماته خوړلو سیاستونو کې ښکیله شوې ده چې د ځینو ډلو له خوا په خاصو ګټو او تمو سره ورته دیکته کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2018 01:10 Asia/Kabul
  • دایران په ضد د امریکا دخارجه وزیر څرګندونې  لیونتوب دی

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د امریکا دخارجه وزیر د وروستیو سپیرو اوله ملنډو ډکو څرګندونو په غبرګون کې روښانه کړې ده ، امریکا له هغو توهماتو په ډکو اوماته خوړلو سیاستونو کې ښکیله شوې ده چې د ځینو ډلو له خوا په خاصو ګټو او تمو سره ورته دیکته کیږی .

زمونږخبریال راپور  راکړ  په داسې حال کې چې   دایران داسلامی جمهوریت   په ضد دامریکا  دخارجه وزیر  په څرګندونو او د  دولسو شرطونو په ټاکلو  د امریکا په داخل کې  غبرګونونه هماغه  راز دوام لری ،  د امریکا د هارورډ پوهنتون  استاد  سټیفن  والټ  هم پخپل ټولینز پیغام کې    د ایران لپاره د امریکا دخارجه وزیر مایک پمئو  څرګندونې یوه ملنډه بللې او  په  مسخره کولو سره ئې لیکلی دی ، زه تراوسه پورې حیران یم چې  پمئو له ایرانه  غوښتنه نه ده کړې ، چې  په تهران کې دې د ډ،نالډ ټرمپ  په نښې سره  دګلف لوبې د ګراؤند له پرانیستو سره  دې موافقه وکړی  او  دامریکا او میکسیکو ترمینّځ د سرحدی دیوال  دجوړولو  لګښت دې ورکړی .

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  هم  په یوه تحلیل کې  دامریکا د خارجه وزیر  د وروستیو څرګندونو  په باب لیکلی دی ،  مایک پمئو   د امریکا دخارجه وزیر په توګه  پخپلې لومړنۍ وینا کې  دلومړنی پیغام   دلیږدولو لپاره  یا هغه شی  چې مونږ ئې  ورځینی غواړو  ، غوښتی وی ، چټی  او تکراری خبرو ته ئې مخه کړې ده . 

 واشنګټن پوسټ لیکلی دی ، دا تصور  چې  د ایران ولس   خپل حاکمیّت د  امریکا په وړاندې تسلیمیدا ته اړباسی ، لږترلږه دهغه چا لپاره  چې  په وروستیو لسیزو کې ئې  دایران  په باب د پام وړ وخت  لیدلی او تیر کړی وی ،  هسې چټی  خبره ښکاری .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمئو یو ځل بیا  پرون  دایران داسلامی جمهوریت  په ضد  خپلې چټی او تکراری ادعاګانې تکرار کړی  او مدعی شوی ، چې  ا مریکا به د  ایران  د ورانونکو  اقداماتو په وړاندې چپه خوله کې نه نی .

 دایران  اسلامی جمهوریت   دعراق او سورئې   دولسی حکومتو نو په رسمی غوښتنې سره  په دغو هیوادونو کې د امریکا او دهغې دمتحدانو  تر پوښښ اوملاتړ  لاندې  له تکفیری ترهه ګرو ډلو سره  دمبارزې لپاره    له دغو هیوادونو سره  د سلاکارۍ مرستې  کوی ،   یو داسې اقدام چې هیڅکله ئې هم د امریکا اود هغې دمتحدو هیوادونو د چارواکو  په طبیعت نه دی  او نشی ئې زغملی. دامریکا خارجه وزیر  همداراز د ایران داسلامی جمهوریت  په وړاندې د واشنګټن د نوی سټراټژۍ خبره کړې او وئیلی ئې دی ، امریکا به هڅه وکړی ، له ایران سره  دمقابلې لپاره  له اروپا سره  یوې ګډې ډیپلوماټیکې  کړنې ته ورسیږی .  داپه داسې حال کې دی چې د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د امریکا دخارجه وزیر د وروستیو سپیرو اوله ملنډو ډکو څرګندونو  په غبرګون کې  روښانه کړې ده ، امریکا له  هغو توهماتو په ډکو  اوماته خوړلو سیاستونو کې ښکیله شوې ده  چې د ځینو ډلو له خوا  په خاصو ګټو  او تمو سره  ورته دیکته کیږی .