دایران په ضد د امریکا دخارجه وزیر څرګندونې لیونتوب دی
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د امریکا دخارجه وزیر د وروستیو سپیرو اوله ملنډو ډکو څرګندونو په غبرګون کې روښانه کړې ده ، امریکا له هغو توهماتو په ډکو اوماته خوړلو سیاستونو کې ښکیله شوې ده چې د ځینو ډلو له خوا په خاصو ګټو او تمو سره ورته دیکته کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ په داسې حال کې چې دایران داسلامی جمهوریت په ضد دامریکا دخارجه وزیر په څرګندونو او د دولسو شرطونو په ټاکلو د امریکا په داخل کې غبرګونونه هماغه راز دوام لری ، د امریکا د هارورډ پوهنتون استاد سټیفن والټ هم پخپل ټولینز پیغام کې د ایران لپاره د امریکا دخارجه وزیر مایک پمئو څرګندونې یوه ملنډه بللې او په مسخره کولو سره ئې لیکلی دی ، زه تراوسه پورې حیران یم چې پمئو له ایرانه غوښتنه نه ده کړې ، چې په تهران کې دې د ډ،نالډ ټرمپ په نښې سره دګلف لوبې د ګراؤند له پرانیستو سره دې موافقه وکړی او دامریکا او میکسیکو ترمینّځ د سرحدی دیوال دجوړولو لګښت دې ورکړی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یوه تحلیل کې دامریکا د خارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په باب لیکلی دی ، مایک پمئو د امریکا دخارجه وزیر په توګه پخپلې لومړنۍ وینا کې دلومړنی پیغام دلیږدولو لپاره یا هغه شی چې مونږ ئې ورځینی غواړو ، غوښتی وی ، چټی او تکراری خبرو ته ئې مخه کړې ده .
واشنګټن پوسټ لیکلی دی ، دا تصور چې د ایران ولس خپل حاکمیّت د امریکا په وړاندې تسلیمیدا ته اړباسی ، لږترلږه دهغه چا لپاره چې په وروستیو لسیزو کې ئې دایران په باب د پام وړ وخت لیدلی او تیر کړی وی ، هسې چټی خبره ښکاری .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمئو یو ځل بیا پرون دایران داسلامی جمهوریت په ضد خپلې چټی او تکراری ادعاګانې تکرار کړی او مدعی شوی ، چې ا مریکا به د ایران د ورانونکو اقداماتو په وړاندې چپه خوله کې نه نی .
دایران اسلامی جمهوریت دعراق او سورئې دولسی حکومتو نو په رسمی غوښتنې سره په دغو هیوادونو کې د امریکا او دهغې دمتحدانو تر پوښښ اوملاتړ لاندې له تکفیری ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې لپاره له دغو هیوادونو سره د سلاکارۍ مرستې کوی ، یو داسې اقدام چې هیڅکله ئې هم د امریکا اود هغې دمتحدو هیوادونو د چارواکو په طبیعت نه دی او نشی ئې زغملی. دامریکا خارجه وزیر همداراز د ایران داسلامی جمهوریت په وړاندې د واشنګټن د نوی سټراټژۍ خبره کړې او وئیلی ئې دی ، امریکا به هڅه وکړی ، له ایران سره دمقابلې لپاره له اروپا سره یوې ګډې ډیپلوماټیکې کړنې ته ورسیږی . داپه داسې حال کې دی چې د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د امریکا دخارجه وزیر د وروستیو سپیرو اوله ملنډو ډکو څرګندونو په غبرګون کې روښانه کړې ده ، امریکا له هغو توهماتو په ډکو اوماته خوړلو سیاستونو کې ښکیله شوې ده چې د ځینو ډلو له خوا په خاصو ګټو او تمو سره ورته دیکته کیږی .