د شانګهائي د غونډې ترڅنګه د ايران او افغانستان د ولسمشرانو کتنه
Jun 09, 2018 12:33 Asia/Kabul
د ايران او افغانستان ولسمشرانو نن په چين کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظیم د اتلسمې غونډې ترڅګه کتنه او خبرې اترې وکړې.
ولسمشرانو ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر اشرف غني په دغه کتنه کښې د سياسي او اقتصادي تعلقات په پراختيا او پياوړتيا باندې تاکيد او د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په اړه يې د نظر تبادله وکړه.
ولسمشر روحاني د چين د ولسمشر شي جين پينګ په بلنه د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم په اتلسمه غونډه کښې د شرکت او وېنا لپاره پرون چين ته سفر کړے دے.
ټیګونه