د شانګهائي د غونډې ترڅنګه د ايران او افغانستان د ولسمشرانو کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73004-د_شانګهائي_د_غونډې_ترڅنګه_د_ايران_او_افغانستان_د_ولسمشرانو_کتنه
د ايران او افغانستان ولسمشرانو نن په چين کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظیم د اتلسمې غونډې ترڅګه کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 12:33 Asia/Kabul
  • د شانګهائي د غونډې ترڅنګه د ايران او افغانستان د ولسمشرانو کتنه

د ايران او افغانستان ولسمشرانو نن په چين کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظیم د اتلسمې غونډې ترڅګه کتنه او خبرې اترې وکړې.

ولسمشرانو ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر اشرف غني په دغه کتنه کښې د سياسي او اقتصادي تعلقات په پراختيا او پياوړتيا باندې تاکيد او د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په اړه يې د نظر تبادله وکړه.

ولسمشر روحاني د چين د ولسمشر شي جين پينګ په بلنه د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم په اتلسمه غونډه کښې د شرکت او وېنا لپاره پرون چين ته سفر کړے دے.