چین هماغه رازدجامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړکوی
د جامعې ایټمی موافقې له اجرا او پابندۍ د امریکا یواړخیز وتل په درستې نړۍ کې هماغه راز رټل کیږی او دغه استعماری هیواد ئې منزوی کړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د چین ولسمشر شی جین پینګ بیګا د چین په ختیځ کې په جینګ ډائو ښار کې د شانګهائ ملګرتیاموسسې د سرمشریزې په پای کې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د جامعې ایټمی موافقې په خلاف ورزیو په خواشینۍ ښودلو سره ټینګار کړی ، چین هماغه راز د دغې نړیوالې ایټمی موافقې اجرا اوساتنې ته پابند دی .
دچین ولسمشر له امریکا پرته دجامعې ایټمی موافقې پر غړو هیوادونو غږ کړی ، ددې هراړخیزې موافقې د ساتلو لپاره دې پرخپلو ژمنو پابنده ووسی .
داپه داسې حال کې دی ، چې د جامعې ایټمی موافقې له اجرا او پابندۍ د امریکا یواړخیز وتل په درستې نړۍ کې هماغه راز رټل کیږی او دغه استعماری هیواد ئې منزوی کړی دی .
له دې سره په یووخت دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم بیګا له جامعې ایټمی موافقې څخه د شانګهائی ملګرتیا موسسې ملاتړ ته په اشارې سره وئیلی دی،په دغې غونډې کې دجامعې ایټمی موافقې له اقتصادی امکاناتو او ګټو د ایران پر استفادې او د دغې نړیوالې موافقط دلاسلیک کونکو اروپائی هیوادونو او روسیې او چین پر ژمنتیاؤ ټینګار شوی دی . هغه وئیلی په دغه سفر کې د ډاکټر حسن روحانی له خوا داسلامی ایراهن پر دریځونوسربیره له جامعې ایټمی موافقې هم د یوې نړیوالې تفاهم نامې په توګه بشپړ ملاتړ شوی دی .