د ایران د غبرګولی د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام فرماییلی دی ایرانی ملت او مسولان به د هیڅ کلنګ غواړی او زور ویونکی تر پیټی لاندی ورنشی .
جمهوری اسلامی
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د پارلیمان له استازیو سره د رهبرۍ د ستر مقام کتنې او ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغه کتنه کی فرماییلی دی چی قانون باید د کمزورو او متوسطو پرګنو د مشکلاتو د اورای په لړ کی وی . حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی شورا له مشر،استازو او یو شمیر کارکونکو سره په کتنه کښې له ځینو نړیوالو موافقو او کنوینسیونو سره د چلند د سمې لارې په روښانولو سره زیاته کړه:دغه موافقې اول د سترو قدرتونو په فکری کوټو کښې او د خپلو ګټو د پوره کولو پخول کیږیاو بیا د هم ګټو یا پیرو یا ویریدلی حکومتونو په یوځای کیدا سره په ظاهره نړیواله بڼه خپلوی،په دې ډول چې که چیرې د ایران په څیر خپلواکه هیواد یې ونه منی،نو پرې یرغل کوی او دا وائی چې د مثال په توګه ۱۵۰ هیوادونو منلی نو تاسو یې څنګه ردوئ؟
د مشرتابه ستر مقام د سرزورو نړیوالو ذاتی مخ پر زیاتیدا خباثت ښکاره کیدا ته په نغوتې سره زیاته کړه:په آمریکا کښې له خپلو مېندو د په زرګونو بچیانو د جلاکولو د جنایت انځورونو کتل انسان ناتوانه کوی،خو آمریکایان په پوره خباثت سره بچیان له خپلو کډوالو مېندو پلرونو جدا کوی.
هغوئ د یمن د مظلومو خلکو له لاسه د یوه بندر د وباسلو لپاره د څو پرمختللی وسلو درلودونکی هیوادونو خونړی او جنایت کونکی حملې د نړیوالو سرزورو د خبیث ذات یوه بیلګه وبلله او ویې فرمایل:د بشریت دغه دښمنان د ایرانی ملت د عدالت غوښتنې او دریدا په وجه له اسلامی جمهوریت سره هم دښمنی کوی خو د ایران اولس به د خدای په فضل د کورنۍ پیاوړتیا په ساتنې سره پر آمریکا او نورو دښمنانانو بریالی شی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په ګوته کړه:د قرآن پاک په وینا،د دغو جنایتکارو هیڅ ژمنه او قول د اعتماد وړ نه دی او د ایران ملت دغه حقیقت نن ښکاره وینی.
حضرت آیت الله خامنه ای دې ته په اشارې سره چې د لویدیځ د ژوند روده د کورنۍ له حقیقی معنا سره په تضاد کښې ده او ورپاره یې بې درمله ستونزې رامینځته کړی دی،وفرمایل:د ایرانیو کورنیو د مشکلاتو د هوارولو لپآره باید ښځې،بچی،پلار او مور ته د لویدیځو کتنې ته پام ونه کړل شی.
د مشرتابه ستر مقام د خپلې وینا په پای کښې ټینګار وکاوه:د ایرانی ملت دښمنان په حقیقت کښې سرزوری او کلنګ غواړی دی او څرګنده ده چې د ایران ملت،نظام او چارواکی به د هیڅ یوه سرزوری او کلنګ غواړی تر پیټی لاندې ورنه شی.
امریکا له صیهونیست رژیم په ملاتړ کی د بشری حقوقو له شورا وواته .
القدس العربی لیکلی دی د عربو ځینې مشران اسراییل لاه خپلو وروڼو بهتر بولی .
د یمن انصار ا... غورځنګ وایی په الحدیده کی د تیری ګرو کلابندۍ تنګه شوی ده .
اطلاعات
د رهبرۍ ستر مقام فرماییلی دی ایرانی ملت او مسولان به د هیڅ کلنګ غواړی او زور ویونکی تر پیټی لاندی ورنشی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د امریکا د خارجه وزیر د لاس وهونکیو څرګندونو په غبرګون کی ویلی دی امریکا باید د ګواښ ډاکټرین څنګته کړی .
د ایران فټ بال ټیم له اسپانیا سره ښه لوبه وکړه. دا لوبه بیګا د روسیې په کازان ښار کې د نړیوال کپ په بي ډله کې ترسره شوه
د ایران لوبغاړو په یوه ښه لوبه کې د اسپانیا په شان له قدرتمن ټیمه یوازې یو ګول وخوړه . اسپانیا په نولس سوه څلور شپيتم کال او دوه زره اتم کال کې د یورو اتله او په دوه زره لسم کال کې د نړیوال کپ اتله او په دوه زره دولسم کال کې د یورو اتله پاتې شوې ده.
د ایران ټیم له دې مخکې له مراکشه لوبه ګټلې وه او دریمه لوبه به یې د جون په پينځه ویشتمه له پرتګال سره وي.
ايران د سائنسي مقالې په وړاندې کولو کښې په نړۍ کښې دويمه رتبه ترلاسه کړه .
بحرین له اسراییلو سره رسمي اړیکو ته لیواله دی . د اسراییلو آی څلورویشت نیوز سایټ پرون راپور ورکړ بحرین به فارس خلیج سیمه کې لومړی عربي هیواد وي چې له اسراییلو سره خپلې دپلماتیکې اړیکې اعلانوي.
دغه ساییټ د یو بحرني مسوول له قوله چې نه یې غوښتل نامه یې واخستل شي ولیکل: بحرین اسراییلو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د دواړو لورو غږملتیا به د بحرین له اساسي اصولو سره کوم ټکر ونه لري. په عین حال کې د اسراییلو خارجه وزارت راپور ورکړ چې ټاکل شوې یو اسراییلی پلاوی د جون په څلورویشتمه نیټه د ملګرو ملتو د فرهنګي ادارې یونیسکو له خوا په بحرین کې په یوه جوړیدونکې غونډه کې برخه واخلي.
دا لومړی سفر دی چې یو رسمي اسراییلی پلاوی یې د فارس خلیج یو عرب هیواد ته چې له اسراییلو سره دپلماتیکې اړیکې نه لري ترسره کوي.
د پیړۍ د معاملې په نامه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سازشي طرح په چوکاټ کې له اسراییلو سره د عربو هیوادنو د سازشونو نوې لړۍ پیل شوې ده .
د پيړۍ معامله د امریکا د دولت نوې سازشي طرحه ده چې د فلسطین د خلکو د حقوقو په ختمولو پسې ده او دغه طرحه د ځینو عربو هیوادونو منجمله عربستان په ملګرتیا او موافقې سره جوړه شوې ده.
د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي په الحدیده له حملې د سعودي تیري ګرو د اهدافو په تشریحولو سره وویل : دغه جنګ به د تیري ګرو لپاره په لویې جبې بدل کړو .
د بشري حقوقو له شورا د امریکا په وتلو اعترضونه روان دي .
کیهان
د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی شورا له استازیو سره په کتنه کی فرماییلی دی له هغو معاهدو سره د یو ځای کیدا هیڅ ضرورت نشته چی له هدفونو یې نه یو خبر .
اسراییلو او غزی ترمینځ د توغندیو سخته تبادله شوی ده چی دغې چاری په نیواکی ټاټوبیو کی د خطر ټلۍ(اژیرونه ) وهلی دی .
له والدینو د ماشومانو د جلا کولو د رسوایی لپاره د امریکا حل لاره دا ده چی اوس به پناه غوښتونکی کورنۍ غړی یو ځای زندانی کیږی .
د ایران د داخله وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو لوی مدیر، د ایرانی زده کونکو ترڅنګ د ۴۵۰ زرو کډوالو زده کړې ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامی جمهوریت په تیره نیمه پیړۍ کی هڅه کړې ده، پخپل هیواد کی د ۳ څخه تر ۵ میلیون کډوالو د اړتیا وړ لمړنی خدمات برابر کړی .
د روسيې د خارجه وزرات وياندې وويل د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له شورا څخه د وتلو په اړه د امريکې توجيهات يوازې رياکاري بللې شوو.
دیمن په الحدیده کې ۶۰سعودی تیریګرهلاک او۱۳۰نور نیول شوی دی .
د پاکستانی طالبانو نوې مشر وټاکل شو . پاکستانی رسندویولیکلی دی چی د تحریک طالبان د مشر ملا فضل ا... په هلاکت پسې قاری عمر حمان د دغې ډلګۍ نوې مشر ټاکل شوی دی .
قاری عمر رحمان په پاکستان کی په بیلا بیلو ترهه ګرو عملیاتو کی لاس درلودلی دی .
ملا فضل ا... هم د پاکستان په پیښور کی په ارمی پبلک سکول په ترهه ګره حمله کی چی پکې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول چی زیاتره یې د ښونځی ماشومان وو ، لاس درلود .
امریکا نړیوالې موافقې له خطر سره مخامخ کړې دي . د اسلامي ایران خارجه وزیر « د امریکا بهرنی سیاست په بحران کې» تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې ولیکل: د ایران ایټمي معاهده د پاریس د اب و هوا او د ارام سمندر د سیمې دتجارتي مشارکت له موافقې وروسته دریمه نړیواله موافقه ده چې د امریکا دولت ترې وځي.
ظریف په دغه مقاله کې چې د ایران رسنیو خپره کړه جوته کړه: دامریکا اوسني دولت نورې موافقې لکه نفتا، ازاد تجارت او دملګرو ملتو د سسټم ځینې برخې له خطر سره مخامخ کړي او د خبرو اترو له لارې د مسایلو د حل راتلونکی یې له تیارو سره مخامخ کړی دی.
د ایران خارجه وزیر جوته کړه: له ایټمي موافقې د امریکا وتل او د ایټمي بندیزونو غیر قانوني ستنول په حقیقت کې د امریکا د دولت له خوا د بد عهدۍ اوج و په داسې حال کې چې د ایټمي انرجۍ نړیوال اژانس د صلاحیت لرونکې نړیوالې ادارې په توګه په ایټمي معاهدې د ایران پابندي بیا بیا تایید کړې ده.