امریکا ، عربستان او اسرائیل دایران اقتصاد ته تاوان رسوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74236-امریکا_عربستان_او_اسرائیل_دایران_اقتصاد_ته_تاوان_رسوی
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان هڅه کوی دایران مخ په ودې اقتصادی بهیر بند کړی خو دوې به ناکامه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2018 09:16 Asia/Kabul
  • دایران حکومت داسې کار کوي چې امریکا دایران دتیلو د خرڅولو دکمولو لپاره په هڅې پښیمانه شي .
    دایران حکومت داسې کار کوي چې امریکا دایران دتیلو د خرڅولو دکمولو لپاره په هڅې پښیمانه شي .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان هڅه کوی دایران مخ په ودې اقتصادی بهیر بند کړی خو دوې به ناکامه شی .

هغه نن په تهران کښې دصنعت او دمعدن دملی ورځې په دستورو کښې هغو محدودیتونو ته په اشارې سره چې د سیمې دځینو هیوادونو لخوا د ایران داقتصادی فعالانو پرضد اعمال شوی دی وویل دغو هیوادونو د ایران د بهرنیو اسعارو(Foreign exchange) د تامین لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړل خو دوې به په نهایت کښې د سیمې تورمخ هیوادونه وی .

د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری دایران پرضد دامریکا دسیسو ته په اشارې سره ډاګینه کړه دتیلو د خرڅولو بندول او دایران دصادرونکو لپاره دمشکل رامینځته کول دایران اقتصاد ته د  ګوزار د ورکولو لپاره د امریکا دسیسې دی خو د اسلامی ایران حکومت له دغو دسیسو سره د مقابلې لپاره ضروری تدبیرونه غوره کړی دی .

هغه ټینګار وکړ دایران حکومت داسې کار کوی چې امریکا دایران دتیلو د خرڅولو دکمولو لپاره په هڅې پښیمانه شی .

د روان میلادی کال د می په اتمه(۸) نیټه له اټومی موافقې د امریکا په یواړخیز ډول وتلو کښې د ولسمشر ټرمپ له اقدام او دایران پرضد د اټومی بندیزونو له بیرته لګولو وروسته امریکا دنړۍ په ټولو هیوادونو غږ وکړ له راتلونکی نوامبر میاشتې څخه  له ایران څخه د تیلو واردول بند کړی .