روحاني: اروپا پکار دي په برجام کښې اجرائي فېصلو ته ورسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74453-روحاني_اروپا_پکار_دي_په_برجام_کښې_اجرائي_فېصلو_ته_ورسي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني نن د ايران د اقتصادي غږملتيا د عالي شورا په څلورمه غونډه کښې وويل: اروپائي هېوادونه د برجام په بنياد د اقتصادي ملګرتياو د دوام لپاره سياسي اراده لري خو د دې چارې پوره کېدل د عملي ګامونو اوچتولو او ټاکل شوې اجرائي فېصلو کولو ته ضرورت لري چې پکار دي ټاکلي شوي وخت کښې نتيجې ته ورسيږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 14:41 Asia/Kabul
  • روحاني: اروپا پکار دي په برجام کښې اجرائي فېصلو ته ورسي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني نن د ايران د اقتصادي غږملتيا د عالي شورا په څلورمه غونډه کښې وويل: اروپائي هېوادونه د برجام په بنياد د اقتصادي ملګرتياو د دوام لپاره سياسي اراده لري خو د دې چارې پوره کېدل د عملي ګامونو اوچتولو او ټاکل شوې اجرائي فېصلو کولو ته ضرورت لري چې پکار دي ټاکلي شوي وخت کښې نتيجې ته ورسيږي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مۍ په اتمه ڼېته له برجام ووتۀ چې د ټرمپ دغه اقدام په داخلي او نړيواله سطح له پراخې غندنې سره مخامخ شو.

برطانيې، فرانسې، روسيې، چين، جرمني او اروپائي اتحاديې د برجام د لورو په توګه وضحات وکړ چې له دغې نړيوالې موافقې څخه ملاتړ کوي. په همدې لړ کښې ايران او اروپا په وروستيو هفتو کښې له برجام څخه د امريکې  له وتلو وروسته د دغې نړيوالې موافقې د ساتلو لپاره يو لړ خبرې اترې شروع کړې دي.