د تاجېکستان سفير د ايران خارجه وزارت ته احضار کړے شو
د ايران د خارجه وزارت وياند بهرام قاسمي په تهران کښې د تاجېکستان د سفير د احضارولو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې بهرام قاسمي د ايران خارجه وزارت ته په تهران کښې د تاجېکستان د سفير د احضارولو د خبر په اعلانولو سره وويل: په تاجېکستان کښې د بائيسکل سپرو په پېښه او په ايران باندې د دروغو او بې بنيادو تورونو په لګولو کښې د دغه هېواد د چارواکو د چلند په اړه سخت احتجاج هغه ته وړاندې کړ.
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: په دغه کتنه کښې د تاجېکستان سفير ته وويل شول چې د غلطې نښې نښانې وړاندې کول د تريخجنو اقداماتو د زياتېدو لپاره د د تکفيري ترهه ګرو د تحريکېدو او هڅېدو سبب کيږي او ورسره ورسره د مذهبي تفرقې د پېدا کولو لپاره کوشش او د ځينو ديني او رسانه اي ټولنو او افرادو لخوا يې پروپېګنډه به د دغه هېواد لپاره د تاوتريخوالي او ناامنۍ له رامنځته کېدو او د ترهه ګريزو اقداماتو له زياتېدو نه بغېر څه نتيجه ونه لري.
په تهران کښې د تاجېکستان سفير هم په دغه کتنه کښې په رامنځته شويو واقعاتو د افسوس په څرګندولو سره وويلو د ايران د اسلامي جمهوريت سخت اعتراض به د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي.
د ايران خارجه وزارت ته د تاجېکستان د سفير احضار له دې وروسته ترسره شو د تاجېکستان د کورنيو چارو وزارت په دغه هېواد کښې د څلورو سيلانيانو له وژل کېدو وروسته د تېر ګل په ورځ په دغه پېښه کښې د حزب نهضت اسلامي په تورنولو سره ادعا وکړه چې د دغه ګوند مشر په ايران کښې ټرېننګ حاصل کړے دے او د دوشنبې د حکومت د کمزوری کولو لپاره يې دغه حمله ترسره کړې ده.
د دغه تور په ردعمل کښې د تاجېکستان د حزب نهضت اسلامي جلاوطن مشرانو له دغې حملې او له ايران سره د هر ډول ارتباط رد کړ.
دا په داسې حال کښې دي چې داعش ترهه ګرې ډلې د ګل په ورځ په يوې بيانيه کښې وويل چې د ايتوار په ورځ په تاجېکستان کښې د بهرنيو څلورو سېلانيانو وژله د دغې ډلې د عناصرو لخوا شوې ده.