د تاجېکستان سفير د ايران خارجه وزارت ته احضار کړے شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75232-د_تاجېکستان_سفير_د_ايران_خارجه_وزارت_ته_احضار_کړے_شو
د ايران د خارجه وزارت وياند بهرام قاسمي په تهران کښې د تاجېکستان د سفير د احضارولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2018 01:24 Asia/Kabul
  • د تاجېکستان سفير د ايران خارجه وزارت ته احضار کړے شو

د ايران د خارجه وزارت وياند بهرام قاسمي په تهران کښې د تاجېکستان د سفير د احضارولو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې بهرام قاسمي د ايران خارجه وزارت ته په تهران کښې د تاجېکستان د سفير د احضارولو د خبر په اعلانولو سره وويل: په تاجېکستان کښې د بائيسکل سپرو په پېښه او په ايران باندې د دروغو او بې بنيادو تورونو په لګولو کښې د دغه هېواد د چارواکو د چلند په اړه سخت احتجاج هغه ته وړاندې کړ.

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: په دغه کتنه کښې د تاجېکستان سفير ته وويل شول چې د غلطې نښې نښانې وړاندې کول د تريخجنو اقداماتو د زياتېدو لپاره د د تکفيري ترهه ګرو د تحريکېدو او هڅېدو سبب کيږي او ورسره ورسره د مذهبي تفرقې د پېدا کولو لپاره کوشش او د ځينو ديني او رسانه اي ټولنو او افرادو لخوا يې پروپېګنډه به د دغه هېواد لپاره د تاوتريخوالي او ناامنۍ له  رامنځته کېدو او د ترهه ګريزو اقداماتو له زياتېدو نه بغېر څه نتيجه ونه لري.

په تهران کښې د تاجېکستان سفير هم په دغه کتنه کښې په رامنځته شويو واقعاتو د افسوس په څرګندولو سره وويلو د ايران د اسلامي جمهوريت سخت اعتراض به د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي.

د ايران خارجه وزارت ته د تاجېکستان د سفير احضار له دې وروسته ترسره شو د تاجېکستان د کورنيو چارو وزارت په دغه هېواد کښې د څلورو سيلانيانو له وژل کېدو وروسته د تېر ګل په ورځ په دغه پېښه کښې د حزب نهضت اسلامي په تورنولو سره ادعا وکړه چې د دغه ګوند مشر په ايران کښې ټرېننګ حاصل کړے دے او د دوشنبې د حکومت د کمزوری کولو لپاره يې دغه حمله ترسره کړې ده.

د دغه تور په ردعمل کښې د تاجېکستان د حزب نهضت اسلامي جلاوطن مشرانو له دغې حملې او له ايران سره د هر ډول ارتباط رد کړ.

دا په داسې حال کښې دي چې داعش ترهه ګرې ډلې د ګل په ورځ په يوې بيانيه کښې وويل چې د ايتوار  په ورځ په تاجېکستان کښې د بهرنيو څلورو سېلانيانو وژله د دغې ډلې د عناصرو لخوا شوې ده.