اسلامی ایران د امریکا له ولسمشر او حکومت سره خبرې نه کوی
حجت الاسلام و المسلمین ښاغلی کاظم صدیقی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی له ایران سره له وار مخکې شرطه پرته د خبرو لپاره د امریکا د ولسمشر د وړاندیز په اړه جوته کړه له ایټمی موافقې د امریکا وتلو د امریکا له اوسنی حکومت سره د بیا خبرو اترو هر ډول امکان له مینځه وړې دې
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل امریکایان د خبرو اترو ندی او که یوه ورځ د خبرو اترو نیت وو نود امریکا له دغه حکومت او ولسمشر سره د خبرو اترو امکان نشته دی .
حجت الاسلام و المسلمین ښاغلی کاظم صدیقی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی له ایران سره له وار مخکې شرطه پرته د خبرو لپاره د امریکا د ولسمشر د وړاندیز په اړه جوته کړه له ایټمی موافقې د امریکا وتلو د امریکا له اوسنی حکومت سره د بیا خبرو اترو هر ډول امکان له مینځه وړې دې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د اګست په ۵ نیټه د اسلامی بشری حقوقو ورځې ته په اشارې سره جوته کړه د لویدیځو هیوادونو سرغنې د بشری حقوقو ملاتړی ندی او هغه څه چی خدای حق لیدلی دی ، بشری حقوق دی او درست انسانان له برابرو حقوقو برخمن دی .
ښاغلی کاظم صدیقی په دوام کی له ترهه ګرو سره په جنګ کی د سوریې او یمن د پوځ بریالیتوبونه د ازادۍ بریالیتوب او د امریکا او اسراییلو ماته وبلل او ویې ویل ډیر ژر به د عربستان ملاتړوترهه ګرو ته نهایی ګوزار ورکړل شی .