ایران د ځان خلاف د جدې د غونډې تورونه وغندل
د ایران د خارجه وزارت ویاند د عربستان په جده ښا رکښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د دائمي استازو د غونډې د یوولس ماده ایزې بیانیې د مفادو په ردولو سره په ایران باندې لګیدلي تورونه وغندل.
بهرام قاسمي پرون وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د عربستان لخوا د ویزې د نه صادریدو په وجه په جده کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان په غونډو کښې د ګډون امکان نه لري د ایراني ضده بیانیو صادریدل د سعودي عربستان په دباؤ او په غیرمنصفانه او یواړخیزه توګه برابریږي او خپریږي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: په یمن باندې تیري کونکي هیوادونه چې له څو کلنو د انساني کړکیچ او په ډیرو ماډرن پوځي سازوسامان سره هره ورځ د بې دفاع یمنيانو د وژلو او د دغه هیواد د بیخ بیناؤ د ورانولو ذمه وار دي، پر خپلو جنایتونو د برغولي ایښودو او د سیمې او نړۍ د عامه افکارو د ګمراه کولو لپاره داسې بې ارزښته بیانیې صادروي او له سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو ناوړه استفاده کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د غرضي خبرپاڼو خپرول او د اسلامي ملګرتیا سازمان له اعتباره ناوړه استفاده د هغې د غړو ترمینځ د بې اعتمادۍ رامینځته کولو سربیره د غړو هیوادونو د پانګې او وړتیاؤ ضایع کول او د اسلامي نړۍ په اصلي موضوعاتو کښې د سازمان بې اغیزې کول په ځان پسې لري او په نړیواله کچه د دې سازمان د موقعیت د کمزورې کیدو سبب کیږي.