چين د ايران په خلاف د امريکې دباونو ته غاړه نږدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75595-چين_د_ايران_په_خلاف_د_امريکې_دباونو_ته_غاړه_نږدي
د چين د تېلو او کيميائي پېداوارو د صنعت د فيډريشن مشر وويل: دغه هېواد نه غواړي چې د تهران په خلاف د واشنګټن د يو اړخيزو بنديزونو د لګولو لپاره د امريکې دباونو ته غاړه کيږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2018 08:53 Asia/Kabul
  • چين د ايران په خلاف د امريکې دباونو ته غاړه نږدي

د چين د تېلو او کيميائي پېداوارو د صنعت د فيډريشن مشر وويل: دغه هېواد نه غواړي چې د تهران په خلاف د واشنګټن د يو اړخيزو بنديزونو د لګولو لپاره د امريکې دباونو ته غاړه کيږدي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې اېندري يو پرون وويل، چيني شرکتونه د امريکې دباونو ته نه دي تسليم شوي او بيجېنګ د ايران په خلاف د امريکې بائيکاټونو ته څه اهميت نه ورکوي.

د چين دغه چارواکي واضحه کړه چې ايران د چين يو ترټولو ستر تجارتي شريک  دے او بيجېنګ به د واشنګټن له دباونو او ګواښونو څخه بې پروا له ايرانه د تېلو وارداتو ته دوام ورکړي.

د چين د تېلو او کيميائي پېداوارو د صنعت د فيډريشن مشر د نړۍ په مختلفو سيمو په تېره بيا په مينځني ختيځ سيمه کښې د تېلو او ګېسو په سرچينو د امريکې په سلطه ګرۍ باندې په نيوکې سره وويل، له فسيلي او تجارتي انرجۍ سره اړوند ډګرونه پکار نه دي له دې نه زيات د امريکې ترنفوذ لاندې وي.

د چين د تېلو ملي شرکت په تېرو وختونو کښې هم ويلي وو چې په داسې صورت کښې چې  نور شرکتونه  د امريکې د بنديزونو په وجه د ايران د انرجۍ د برخې پرېښودو ته مجبور شي دغه شرکت دې ته آماده دے چې د هغو شرکتونو ځاے ونيسي.