د ايران خارجه وزير نن پاکستان ته ځي
Aug 30, 2018 00:14 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: محمد جواد ظريف د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو ره د کتنې او خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د ودې او پراختيا لپاره نن اسلام آباد ته سفر کوي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې بهرام قاسمي زياته کړه، محمد جواد ظريف به په دغه دوه ورځني سفر کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په شمول د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره خبرې اترې وکړي
قاسمي واضحه کړه، د پاکستان د قومي اسمبلۍ او سېنټ له مشرانو، خارجه وزير، د فوځ له عمومي قوماندان او د خزانې له وزير سره کتنه په اسلام اباد کښې د ايران د خارجه وزير له نورو پروګرامونو څخه دي.
ټیګونه