د ايران خارجه وزير نن پاکستان ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76022-د_ايران_خارجه_وزير_نن_پاکستان_ته_ځي
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: محمد جواد ظريف د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو ره د کتنې او خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د ودې او پراختيا لپاره نن اسلام آباد ته سفر کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2018 00:14 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزير نن پاکستان ته ځي

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: محمد جواد ظريف د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو ره د کتنې او خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د ودې او پراختيا لپاره نن اسلام آباد ته سفر کوي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې بهرام قاسمي زياته کړه، محمد جواد ظريف به په دغه دوه ورځني سفر کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په شمول د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره خبرې اترې وکړي

قاسمي واضحه کړه، د پاکستان  د قومي اسمبلۍ او سېنټ له مشرانو، خارجه وزير، د فوځ له عمومي قوماندان او د خزانې له وزير سره کتنه په اسلام اباد کښې د ايران د خارجه وزير له نورو پروګرامونو څخه دي.