ظريف له اردوغان سره کتنه او خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76025-ظريف_له_اردوغان_سره_کتنه_او_خبرې_اترې_وکړې
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په انقره کښې کتنه او د دوو اړخيزو تعلقاتو او سوريې په اړه خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2018 01:10 Asia/Kabul
  • ظريف له اردوغان سره کتنه او خبرې اترې وکړې

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په انقره کښې کتنه او د دوو اړخيزو تعلقاتو او سوريې په اړه خبرې اترې وکړې.

د ترکيې خارجه وزير مولود چاووش اوغلو هم په دغه کتنه کښې شتون لرۀ.

د ايران خارجه وزير د ترکيې له خارجه وزير سره هم په د ټاکل شويو موضوعاتو په خاصه توګه د سوريې د حالاتو او د ايران په تبريز ښار کښې د ايران، ترکيې او روسيې د درې اړخيزې غونډې چې د ستمبر په اومه نېټه جوړيږي په حقله خبرې اترې وکړې.

چاووش اوغلو په خپل يو ټوئيټ کښې له ظريف سره د خپلې کتنې په باره کښې وليکل، د ايران له خارجه وزير سره يې د سوريې د بدلونونو په شمول د سيمې او دوو اړخيزو مسائلو په باره کښې خبرې اترې کړې دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون مازيګر له مخکې نه په نه اعلان شوي سفر کښې انقرې ته لاړ او د خبريالانو په ټول کښې يط وويل: د ترکيې حکومت او د دغه هېواد ولسمشر د امريکې د دباونو په وړاندې کلک او ټينګ اودرېدلے دے.